د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو څخه (۲۴۲) تنه محصلان فارغ شول.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۴:۴
xfh

 

نن دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د زمري مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د صفرالمظفر مياشتې له اتمې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو ښوونې او روزنې له څلورو څانګو څخه (۱۵۰) او د وترنري علومو پوهنځي څخه (۹۲) تنه محصلان فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

fgh

د وترنري علومو پوهنځي فراغت غونډې ته د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد په خپله وینا کې فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته د مبارکۍ تر څنګ وويل:((که چیرې غواړئ د ټولنې کامل انسان له ځان څخه جوړ کړئ؛ نو تقوا او د رسول الله صل الله علیه وسلم سيرت په خپلو ځانونو کې پیدا او د الله جل جلاله احکامو ته غاړه کيږدئ، د مور او پلار قدر کوئ او په ټولنه کې د غوره اخلاقو څخه کار واخلئ، چې په دې سره به تاسو په دغه مسلک کې د لا زياتو برکتونو څخه برخمن شئ.))

fhj

د يادولو وړ ده چې شيخ زاید پوهنتون هر کال په مختلفو مسلکونو کې سلګونه کادرونه ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي، چې د ټولنې په پرمختګ او اصلاح کې یې رغنده رول لوبولی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS