د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د پوهنتون پېژندنې په اړه سیمینار ورکړل شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۳:۵۹
jhngbvhnjb

ن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول میاشتې له ۲۵مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون تازه داخلو شویو محصلانو ته د پوهنتون سره د بلدتیا او پېژندنې سیمینار د پوهنتون عمومي فرهنګي کمېټې او محصلانو چارو معاونيت لخوا ترتيب شوی و وړاندې شو.

سیمينار ته د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب په خپله وینا کې د مختلفو علومو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او خپله اړونده رشته کې د ځان رسونې تر څنګ په نورو علومو کې د پوهې او معلوماتو حاصلولو په اړه سپارښتنه وکړه.

د سیمینار په بله برخه کې د شيخ زايد پوهنتون وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنيار مصطفی لودين لخوا برابر شوی سیمينار، چې د پوهنتون په اړه عمومي معلومات، چاپېريال، تشکیلاتو او اکاډميکو اصولو په اړه معلومات ورکړل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

BACK TO NEWS