د شيخ زايد پوهنتون څېړنو او علمي مجلې معاونيت ته نوی مرستيال معرفي شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۱:۱۱
123

نن ورځ سه شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق د جمادي الاول مياشتې له ۷مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون څېړنو او علمي مجلې معاونيت ته دوکتور پوهنمل احمد جاويد شکيب د نوي مرستيال په حیث ور وپېژندل شو.

m

دوکتور احمد جاويد شکيب د پوهنتون یو له لوړ رتبه او غوره استاذانو له جملې څخه دی او په اداري برخه کې د خورا ښې تجربې لرونکی دی.

د نوموړي د معرفت په مراسمو کې د پوهنتون علمي مرستيال سربېره د محصلانو او اداري چارو مرستيالانو هم ګډون درلود، چې ښاغلي شکيب ته یې د ياد معاونيت په چارو کې د بريالیتوب او موافقيت غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS