د شیخ زايد پوهنتون اداري کارکونکو ته د اداري فساد په وړاندې د مبارزې دوه ورځينی ورکشاپ ورکړل شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۳:۵۰
321

نن سه شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۵مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الثاني مياشتې له ۱۲مې نيټې سره برابره ده، د شیخ زايد پوهنتون (۵۰) تنو اداري کارکونکو ته د اداري فساد په وړاندې مبارزې تر عنوان لاندې دوه ورځينی ورکشاپ ورکړل شو.

m

د ياد ورکشاپ پای مراسمو ته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد په خپله وینا کې وويل؛ فساد د دنیا او اخيرت د ذلت، رسوایي او ادارې د له منځه تلو سبب کيږي، د دې ناوړه پديدې په وړاندې مبارزه زمونږ او ستاسې ایماني دنده ده. نوموړي اداري کارکونکي وهڅول چې خپلې دندې ته ژمنتيا او په ښه شان خدمات وړاندې کول عبادت دی.m

یاد ورکشاپ د شیخ زايد پوهنتون انساني سرچينو آمريت اړوند د ارتقاء ظرفيت او تشکيل پراختيا مديريت د پوهنتون مسلکي پراختیا مرکز په همکارۍ تر سره شو، چې د دوو تنو استادانو؛ حقوقو او سياسي علومو استاد پوهنمل محمد ساقي عادل او شرعياتو پوهنځي استاد نوماند پوهنيار شاهین امیرزي لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې ورځنی دیني ـ اصلاحي سیمینار پیل شو.

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۴مې نيټې سره سمون لري، د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو او اداري کارکوونکو لپاره درې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون اداري خالي بستونو ازموینه واخيستل شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۳مې نيټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د تدریسي روغتون او اداري بستونو لپاره له ۳۳. . .

BACK TO NEWS