د شیخ زايد پوهنتون رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره شوه.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۶:۹
m njhhhbgv

نن دوشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د وري ۱۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د شوال مياشتې له ۹مې نیټې سره سمون لري، د شيخ پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ــقاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــ.ــقاني په پیلیزه وینا کې وویل:((الله تعالی سره محبت د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په طریقو اختیار کولو څرګندیږي؛ نو مونږ تاسې باید صورت او سیرت ته خاصه توجو وکړو، تر څو د شریعت اصول تطبیق شي.))

یاده ناسته کې د شيخ زاید پوهنتون ماسټر پلان، د درسي مهالوېشونو، په پوهنځیو کې د ژر اجراآتو او يو شمېر نورو متفرقه مسایلو باندې بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS