د شیخ زاید پوهنتون رئیس د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس کې ګډون وکړ

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۴:۵۴
محمد یعقوب نیازی

نن ورځ ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشتې ۲مه په نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې له ۳۰مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پیاوړتیا ملي کنفرانس کې ګډون وکړ. 
 په یاد ملي کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلی ندا محمد ندیم او د عامې روغتیا وزیر ښاغلی قلندر عباد سربېره د هېواد په کچه د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او نورو چارواکو ګدون کړی و، چې درې ورځې به دوام  ولري.
یاد کنفرانس د لوړو زده کړو د پیاوړتیا په برخه کې د کاري وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوی، چې په پای کې به د یادو موخو د لاسته راوړلو لپاره کمیټې جوړي کړل شي، ترڅو په دې اړه عملي

محمد یعقوبکارونه ترسره کړي.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS