د شیخ زاید پوهنتون شپږ قلمه جنس روغنیات مایع ګاز او د جنراتورونو فلترونو تدارکاتي اعلان

szu_admin
szu Announcement

د شیخ زاید پوهنتون اداره ټولو په شرئطو برابرو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د روان کال ۱۴۰۰ حوت میاشتې  ۲۸ نیټې د مازدیګر تر ۱:۰۰ بجې پورې د (۷قلمه جنس روغنیات، مایع ګاز او د جنراتورونو فلترونو قرارداد چاپي شرطپاڼه نوموړي پوهنتون تهیه تدارکاتو عمومي مدیریت څخه، چې د اقتصاد  پوهنځی لومړي پوړ کې موقعیت لري، ترلاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

همدارنګه خپل آفرونه په سربسته توګه د شرطپاڼې مندرجاتو، تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق د همدې میاشتې (۲۹) نیټې د غرمې مخکې ۱۰:۰۰بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صدوق ته په خپل لاس واچوي، ناوخت رسیده او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین د شرطپاڼې مطابق په نغدي ډول اخیستل کیږي او د آفر پرانیستنې غونډه به د حوت میاشتې په (۲۹) نیټه د غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجې او پنځه دقیقې د تهیه او تدارکاتو آمری کې دایریږي.

ورستی خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۷
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري ازموينې خبرتيا!

د ټولنيزو علومو عمومي تاريخ، د کرنې پوهنځي حيواني علومو، چاپېريال ساتنې او اګرانومي څانګو، د ژورنالېزم پوهنځي ژورنالېزم څانګې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي سيستمونو څانګې، د وترنري . . .

Back to announcements