د شیخ زاید پوهنتون محصلانو سره د کرونا او درسي بهیر په تړاو انلاین جلسه ترسره شوه

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۵:۶
SZU STD AFFAIR'S VTC

نن سه شنبه ( ۵/اسد/۱۴۰۰) د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت کې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي ، د محصلانو چارو مرستیال محمد داود بابکرخېل او ورسره د نورو اداري کارمندانو لخوا، محصلانو سره انلاین ناسته ترسره شوه.

SZU STD AFFAIRS' VTC

په پيل کې ښاغلي پوهنمل اریوبي محصلانو ته د تېر اختر مبارکۍ تر څنګ د کیفیت لوړونې په برخه کې د شیخ زاید پوهنتون بشپړ اعتبار ترلاسه کولو مبارکي هم ورکړه ، چې د محصلانو نماینده ګانو لخوا یې تود هرکلی وشو.

ښاغلي اریوبي د بشپړ اعتبار پروسې په اړه محصلانو ته ددې پروسې مفید اړخونه هم تشریح کړل. هغه پر محصلانو ټینګار وکړ، چې د کرونا واکسین ځان ته تطبیق کړي، ترڅو ددې مهلک مرض له سببه زمونږ درسي بهیر نور ټکنی نشي. هغه محصلین چې د هیواد په نورو ولایاتو کې مېشت دي ، باید اړوند ولایاتو کې د عامې روغتیا مراکزو ته د واکسین کیدو په موخه مراجعه وکړي. د خوست ولایت اړوند محصلین دې خپلو ولسوالیو کې مربوطه صحي مراکزو ته او مرکز اړوند محصلین دې د عامې روغتیا مربوط روغتیایي مراکزو ته د واکسین کیدو لپاره رجوع وکړي.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال استاد بابکرخېل هم محصلانو ته د لوی اختر مبارکۍ ترڅنک د پوهنتون بشپړ اعتبار مبارکي هم وویله او زیاته یې کړه، چې ددې سمستر درسونه به هم لکه د تېر سمستر په شان تشدیدي وي. ښاغلي بابکرخېل زیاته کړه چې د خوست عامې روغتیا ریاست له لارې ددې ولایت اړوند د کرونا مریضانو سلنه د لوړو زده کړو وزارت سره شریکه شوي ده، چې پایلو ته یې منتظر یو.

SZU STD AFFAIRS' VTC

ناسته کې د ټولو پوهنځیو نماینده ګانو ترڅنګ نورو محصلینو هم ګډون کړی و، چې تقریبا یو ساعت یې دوام وکړ او د محصلینو پوښتنو ته د محصلانو چارو مرستیال بابکرخېل لخوا وړ ځوابونه ورکړل شول.

په پای کې محصلانو ته وریاد کړل شوه ، چې د واکسین کارت نه شتون په صورت کې محصل ته پوهنتون ته د داخلیدو اجازه په هیڅ صورت نه ورکول کیږي.

د یادونې وړده چې د شیخ زاید پوهنتون اداره هڅه کوي، چې ددې مهلک مرض پر وړاندې احتیاطي تدابیر نور هم قوي شي ترڅو درسي بهیر مختل نشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

BACK TO NEWS