د شیخ زاید پوهنتون موټروانانو لپاره د ترافیکي اصولو زده کړې ورکشاپ پای ته ورسېد.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۵:۵۵
دذرلزسط

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۵مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون موټروانانو لپاره د ترافیکي علایم، قوانین، مقررات، لوایح او په څلور لارې کې د اولیت مراعات کولو ورکشاپ پای ته ورسېد.
په یاد ورکشاپ کې چې د شیخ زاید پوهنتون موټروانانو برخه اخیستې وه، موخه یې د موټروانانو مسلکي وړتیاوې لوړول، د ترافیکي پېښو مخنیوی او د سړکونو خوندیتوب ته پاملرنه ده. دغه ورکشاپ د خوست ترافیکو عمومي مدیریت مسؤلینو لخوا وړاندې شو، چې ۲۵ ورځې يي دوام وکړ.
د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ د پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري برابر شوی و.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS