د علمي شورا نوبتي ناسته تر سره شوه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۴:۵۴
sssssssssss

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۸مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحديث محمد نسيم حـ.ـقـاني تر مشرۍ لاندې، چې د یادې شورا غړیو ګډون کړی و تر سره شوه.

په غونډه کې د تېرې علمي شورا د پرېکړو راپور، د ستراتيژيک پلان ترتيب شوي چک لیست تایيد، د رياست مقام او معاونيتونو د لومړۍ ربعې تطبیقاتي ګزارشونو، د معاونیتونو اړوند آمریتونو او د نهاد په کچه اصلي کمېټو د عملياتي پلانونو د لومړۍ ربعې تطبیقاتي ګزارشونو تایید، د ۱۴۰۴ هـ.ش کال لومړۍ ربعې مصارفو راپور، د بېلا بېلو پوهنځیو استادانو د ترفېعاتو او نویو مقرریو باندې بحث تر سره او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS