د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معين د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې څخه ليدنه وکړه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۴
bvgm,jcgfv

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له لسمې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین شیخ عبد الله سیحان چې د شيخ زايد پوهنتون رئیس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـانـ.ـي او د یادې ازموینې مدیره هئیت یې ملتيا کوله، شيخ زايد پوهنتون کې د دیني مدارسو عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ شپږ ورځنۍ ازموینې څخه ليدنه او نظارت تر سره کړ.
د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معین شیخ عبد الله سیحان د ازموینې بهیر ښه یاد کړ او مسؤلینو ته یې د لا شفافیت په اړه سپارښتنې وړاندې کړې.
ياده ازموینه چې د شيخ زايد پوهنتون په پنځو پوهنځيو کې جريان لري، څلور ورځې وړاندې پیل شوې او سبا ورځ پنج شنبه به پای ته ورسیږي او له مخې به یې بريالیو فاضلانو ته د لېسانس او ماسترا سندونه ورکړل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS