د (مخدره موادو زیانونه په صحت باندې) تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۸
gfrte

نن دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د ميزان مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له څلورمې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رياست مقام په تالار کې د مخدره توکو کارونې، زيانونو او د مخنیوي په اړه ګډنوالو ته معلومات ور کړل شول.

ياد سیمینار د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت اړوند نظم ډسيپلين عمومي کميتې او د طب پوهنځي رهبري سره په همغږۍ د محترم استاد پوهنيار محمد ابراهيم لخوا وړاندې شو، چې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت یار سربېره، د پوهنتون استادانو، کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS