د معلوماتي سیستمونو څانګې آنلاین کتلاګ

د معلوماتي سیستمونو څانګې آنلاین کتلاګ

 

د څانګې تارېخچه

په شیخ زاید پوهنتون کې  کمپیوټر ساینس د ښوونې او روزنې پوهنځي د يوې څانګې په توګه فعاليت درلود. خو له نېکمرغه نوموړي څانګه د۱۳۹۰ کال کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی په نوم په رسمي توګه په فعالیت پیل وکړ او په لومړیو کې يې یواځې د کمپيوټر ساینس عمومي څانګه درلودله. د چټک پرمختګ او د ټولنې د غوښتنو سره سم په ۱۳۹۱ کال کې د معلوماتي سیستمونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په نومونو دوه رسمي فارغ ورکوونکي دیپارتمنتونه د کمپيوټر ساینس پوهنځی ته ورکړل شول.

د معلوماتي سیستمونو څانګې ټول محصلین په اول او دوهم ټولګي کې د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې د محصلینو سره یو ځای د کمپيوټر ساینس په عمومي ديپارتمنت کې زده کړې ترسره کوي، او په دریم ټولګي کې د کانکور د انتخاب سره سم دوی ته  د معلوماتي سیستمونو په ځانګه کې د ځانګړي کریکولم له مخې تدریس پر مخ وړل کیږي. دا مهال د معلوماتي سیستمونو څانګه لومړی، دوهم، دریم او  څلورم ټولګي لري، چې د ۱۴۰۱ هـ ش کال تر پایه يې د څلورم ټولګي څخه شپږمه دوره محصلین ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي دي.

د معلوماتي سیستمونو څانګه د کمپيوټر ساینس پوهنځی د (۸۰۴) ګڼه او په (۲۹/۱۱/۱۳۹۹) نېټې او د لوړو زده کړو وزارت د انساني سرچینو ریاست د ادارې د پراختیا آمریت د (۳۴۹)(۱۶/۱۰/۱۳۹۱) نېټې لیک له مخې په (۱۳۹۲) کال کې په تشکیل کې ځای ورکړل شوی او منظوري يې رارسیدلي ده.

ماموريت او ليدلوری

ماموريت (Mission)

د معلوماتي سېستمونو څانګه د خپل لرلیدي خوب رښتیا کولو لپاره هڅه کوي، چې د پایلو پر بنسټ زده کړې/محصل محوری کړنلارې عصري تدریسي سېستم عملي کړي. ددې لارې به د معلوماتي سېستمونو اساسي، مسلکي، اختصاصي، اختیاري او پوهنتون شمول مضمونونه، د څانګې د اهدافو مطابق عیار او تدریس کیږي. علاوه پردې به د څانګې په کچه د تضمین کیفیت او اعتبارورکونې دوراني لړۍ د ارزیابۍ په خاطر جاري ساتل کیږي. برسېره پردې به څانګه په  یوه داسې سېستماتېکه اداره ملبسه وي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ملکي قانون مطابق به استادان او محصلین خپل اکاډمیک ظرفیتونه لوړولی شي او د دوی تر منځ به د ډاډ وړ هماهنګې موجوده وي.   

لرلید(Vision)

د معلوماتي سېستونو ډیپارټمنټ لرلید دا دی، چې په ملي سطحه د معلوماتي سېستمونو اړوند د مسلکي کادرونو په روزلو او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه په وړاندې کولو کې تر نورو پوهنتونونو ( د معلوماتي سېستمونو څانګو) مخکښ او یو رهنمایي کوونکی څانګه واوسي.

دمعلوماتي سیستمونو څانګې ماموريت او ليد لوری په (۳ )۱۴/۳/۱۳۹۶ نیټه د ډیپارتمنت شورا، او د کمپیوټر ساینس پوهنځی په علمي شورا کې په۳۰/۳/ ۱۳۹۶ نیټه تائيد شوي دي.

 

 

موخې

UN: د یوې سپیڅلې او ملې روحیې په درلودلو سره ټولنې او وطن ته د خدمت کولو په موخه ژمن پاتې کیدل. (A4, A5)

CS: د کمپیوټر ساینس اساسات تشریح کول. (C2)

IS: د معلوماتي سېستمونو تیوری تشریح، عملي او تحلیل کول. (C2, C3, C4)

IS: د معلوماتي سېستمونو عملي کولو په مرسته په محلي، ملي او نړیوالو ادارو کې کاري وړتیا ښودل. (P5, P6, P7, C4, C5, C6)

IS: د معلوماتي سېستمونو د ایجاد او عملي کولو په مرسته تخنیکي او تحقیقي مسایلو ته حل پیدا کول. (P5, P6, P7, C4, C5, C6).

دمعلوماتي سېستمونو څانګې ماموريت، ليد لوری او موخې په  (۳) پرتوکول او (۱۴/جوزا/۱۳۹۶) نېټه د څانګې علمي شورا، او د کمپیوټر ساینس پوهنځی په (۳) پروتوکول او ۳۰/جوزا/۱۳۹۶) نېټه علمي شورا کې تائيد شوي دي.

د تحصیلي څانګې سوابق

د معلوماتي سیستمونو څانګه فارغ ورکوونکي څانګه ده، چې د شیخ زاید پوهنتون ، د  کمپيوټر ساینس په پوهنځی کې فعالیت ترسره کوي.

 دمعلوماتي سیستمونو څانګې استادانو احصائیه او پيژندګلوي

د اکاډميکو اسانتياوو نوملړ

د څانګې علمي شورا

د څانګې د تضمین کیفيت کمېټه

د معلوماتي سیستمونو ديپارتمنت آمر

 

<<کورپاڼه