د پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مديرانو ته د الکترونیکي زده کړو او (HELMS) په برخه کې یو ورځينی ورکشاپ ورکړل شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۰:۴۷
321

د پوهنځیو تدریسي او اجرائیه مديرانو ته د الکترونیکي زده کړو او (HELMS) په برخه کې یو ورځينی ورکشاپ ورکړل شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د لیندۍ مياشتې ۱۴مه نيټه د شیخ زاید پوهنتون مسلکي پرمختیایي مرکز له خوا د معلوماتي ټېکنالوژي مرکز کې د محصلانو معاونيت کارکونکو په شمول د ټولو پوهنځيو تدریسي او اجرائیه (۳۲) کارکونکو ته د برقي زده کړو او د لوړو زده کړو، زده کړه يیز مدیریتي سیستم (HELMS) سره د بلدتيا یو ورځينی ورکشاپ ورکړل شو.

ياد ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پرمختيایي مرکز له خوا برابر شوی و، چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو؛ پوهنمل حبیب الله، پوهنمل محمد شریف او د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر نقيب الله نويد په همکارۍ وړاندې شو.

m124123

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو لپاره ازموینه واخيستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنيفه رحمه الله غونډو په تالار کې د دې پوهنتون د بېلا بېلو څانګو مهندسي، تخنیکي علومو، عامه اړيکو، عمومي داخله، صغيره جراحي، عمومي جراحي، کرنيز اقتصاد او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

BACK TO NEWS