د پوهنځیو له درسي بهير څخه څارنه تر سره شوه.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۸:۵۰
څارنه له درسي بهير

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې له ۱۷مې نيټې سره یې سمون درلږد، د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستيال پوهنمل نورالله حسین خېل د شيخ زايد پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو له درسي بهير څخه لیدنه وکړه.

په ياده ليدنه کې د پوهنځيو محصلانو د درسي بهير ستونزې واوريدل شوې او د پوهنتون علمي چارو مرستيال لخوا یې د حل په موخه ډاډ ورکړل شو، همدارنګه اړوندو مسؤلينو ته د درسي بهير د لا پیاوړتيا په موخه ځینې سپارښتنې وشوې، چې د مسؤلینو لخوا یې د عملي کيدو ډاډ ورکړل شو.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS