د څېړنو په برخه کې د معلوماتو تحلیل پروګرام شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۹
kjhnmkj,l.

د شيخ زايد پوهنتون له دوولسو پوهنځيو څخه ۴۰ تنو استادانو ته د څېړنو او معلوماتو د تحلیل (SPSS) پروګرام په برخه کې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
دغه پروګرام د ټولنيزو او ساینسي علومو په برخه کې خورا مروج پروګرام دی، چې د څېړونکو لخوا په مختلفو  برخو کې کيمي او کيفي د معلوماتو تحليل او شننې لپاره کارول کېږي.
ياد پروګرام د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو او علمي څېړنو معاونيتونو، د استادانو مسلکي پرمختيا مرکز په ګډه همکارۍ برابر شوی دی، چې د اقتصاد پوهنځي استادانو هر یو پوهنمل غازي پتنګ او پوهنيار عثمان شریفي لخوا وړاندې کېږي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS