د کرونا ویروس د عامه پوهاوي په اړه یو ورځینی سمینار دایر شو

szu_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۱۱:۴۴
szu vs Corona v Workshop

د کرونا ویروس د عامه پوهاوي په اړه یو ورځینی سمینار دایر شو:


نن ورځ( ۱۳۹۸ د کب میاشتې په ۱۵ نېټه) د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزی غونډو تالار کې، د کرونا ویروس په اړوند د عامه پوهاوي په هکله جوړ شوي سمینار کې د پوهنتون رئيس پوهنمل حسین ګل اریوبي تر څنګ مرستیالانو ، د پوهنځیو رئیسانو ، استادانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.


په پیل کې د پوهنتون رئیس اریوبي ناستو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له ټولو اداري کارمندانو او استادانو څخه وغوښتل ، چې عام خلک باید لدې وژونکي ویروس څخه خبر کړل شي، تر څو مو ددې مرض په مخنیوي کې خپل مسؤلیت ادا کړی وي .


باید وویل شي، چې کرونا ویروس په خپله بیرونی برخه کې تاج ((Crown ته ورته شکل لري ، چې له همدې امله پوهانو ورته د کرونا نوم ورکړی. کرونا څو ډولونه لري ،چې له هغې څخه یې څلور ډولونه انسانان ګواښلی شي، چې SARS-Cov او MERS-Cov یې ځانګړی تنفسي ستونرې پیدا کولای شي. پدې مرض اخته کسان زکام ته ورته علایم لري چې د توخۍ ، تبه ، ساه لنډۍ ، ستوني درد او عضلاتو درد لري او کله ،کله ورسره نس ناستی ، قی او د خیټې دردونه مل وي . کچیرې وخامت پیدا کړي نو د پښتورګو له کاره غورځیدو لامل هم کیږي .

د سمینار په دوهم برخه کې د طب پوهنځی استاد پوهنوال دوکتور حمیدالله حامد د کرونا ویروس په هکله خپل ترتیب شوی هر اړخیز پرېزینټیشن سمینار ګنډونوالو ته وراندې کړ، چې ګډونوالو لپاره ډېر په زړه پوری او ګټور وو.
تردې دمه پوهان پدې نظر دي چې، یاد ویروس په ښاپیرک، موږک ،غوا، نهنګ ، مرغان او انسانانو کې پیدا کیدلای شي ، چې تردې دمه په ۷۷ هیوادونو کې تثبیت شویدی.


ددې لپاره چې ددې مرض نه په امان کې ووسو نو هغه احتیاطي تدابیر چې په رسنیو کې خپریږي، باید مراعات شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS