د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکؤنې هیئت پلاوي شیخ زاید پوهنتون مسؤلینو سره لومړنۍ ناسته ترسره کړه.

szu_admin
szu123

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ.ش کال د دلوې میاشتې ۸مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې له ۶ نیټې سره برابره ده، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکؤنې هیئت لخوا د شیخ زاید پوهنتون پي ډي سي دفتر کې د اعتبار ساتنې د بررسۍ په پار غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکؤنې راغلي پلاوي، د پوهنتون علمي چارو مرستیال، مالي او اداري او محصلانو چارو مرستیالانو او د پوهنځیو رئیسانو ګډون درلود.

szu2
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد لخوا پیل شوه.
د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي راغلي هیئت ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې ستاسو راتګ شیخ زاید پوهنتون ته یو افتخار ګڼو او هم ستاسو خدمات د پوهنتونونو په برخه کې یو عبادت بولو.

szu3
ښاغلي نیازي زیاته کړه چې پوهنتونونه د علم مرکزونه دي او د علم په ډګر کې باید په ګډه سره په پوره همکارۍ هلې ځلې وکړو ترڅو هېواد مو په دې برخه کې له نورو سره سیال پاتې شي.
د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي د پوهنتون په اړه یو لنډ پریزینټیشن وړاندې کړ او د پوهنتون په اړه یې له یاد هیئت سره معلومات شریک کړل.
د راغلي هیئت په مشرۍ ښاغلي پوهاند دوکتور محمد ظریف شریفي وویل چې خوشبختانه چې شیخ زاید پوهنتون په دې برخه کې پوره تیاری نیولی دی، خو بیا هم یاد هیئت به د کار پروسه د مهال وېش سره سم پرمخ وړي.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

ورستی خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۳۶
Background image

دشیخ زاید پوهنتون اړوند ترانسپورتي وسایلو پارکینګ په اړه:

د شیخ زاید پوهنتون اداره د محصلانو مراجعینو ترانسپورتي وسایط پارکینګ د (3) مالي کالونو لپاره د مزیدې داوطلبۍ له لارې د شرطپآڼې او طرزالعمل مطابق په قراردادورکوي، که څوک ېې د قرارداد . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

روان(1402) کال  حوت   میاشتې(24) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (3)قلمه مایع ګاز، اکسیجن او مبلائیلو  قرارداد چاپي شرطپاڼه

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال  حوت   میاشتې(24) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (3)قلمه . . .

Back to announcements