شيخ زاید پوهنتون کې د اسلامي ثقافت کاندیدانو څخه د عربي ژبې ازموینه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په حضورداشت کې واخېستل شوه!

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۵:۳۳
Teacher Exam

نن ورځ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د صفرالمظفر د مياشتې ۱۴، چې د ۱۴۰۱ هـ ش کال د سنبلې مياشتي ۲۰ نېټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي ثقافت مضمون لپاره د ۹۸ علماوو کرامو څخه ازموینه واخستل شوه.

په یادو مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه،د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معین دوکتور لطف الله خیرخواه ، د لوړو زده کړو وزارت ازموینې کميټې مسؤل مفتي محمد سعید ، د شخ زاید پوهنتون مرستیالانو د ازموینې کميټې غړیو او استادانو ګډون درلود.

غونډه د قرانکریم څو مبارکو ایاتونو په تلاوت رسمآ پيل شوه، په سر کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه مېلمنو او د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې، شیخ زاید پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت لخوا ۲۳ علمي بستونه ورکول کیږي چې دا یوه لویه لورينه او د شیخ زاید پوهنتون سره د همکارۍ یوه بیلګه ده، چې په تقرر سره به یې د پوهنتون ستونزه حل شي .

ښاعلي انجینر معاویه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې ازموینه به په پوره شفافیت سره واخېستل شي او هرچا چې د ازموینې په نتیجه باندې قناعت نه درلود، هر وخت د شیخ زاید پوهنتو رياست دروازې د دوی پر مخ خلاصې دي.

ا.ا.ا په اډانه کې فساد شتون نه لري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې، یاده پروسه د خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي.

Dean Of SZU

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو معين ښاغلي دوکتور لطف الله خيرخوا په خپلو خبرو کې وويل، چې یاد بستونه چې شیخ زاید پوهنتون ته په ځانګړي ډول ورکړل شوی دي او ډېر د اهميت وړ دي، با استعداده او لایق کسان به د پوره شفافې پروسې څخه وروسته پکې وګمارل شي.

Moeen OF Mohe

د شیخ زاید پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي، د شیخ زاید پوهنتون لاسته راوړنې په لنډ ډول بیان کړي او زیاته کړه چې د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ له بار بار غوښتنو څخه وروسته ۲۳ بستونه ورکړل شول، چې نن ورځ به د یوې شفافې ازموینې په ترڅ کې ورته وړ او با استعداده کسان وګمارل شي.

Voice Chancellor  Of SZU

غونډه د لوړو زده کړو وزارت د ازموینې کميټې مسؤل مفتي محمد سعید لخوا د با استعداده کسانو د کامیابۍ او سر لوړي افغانستان دعایې په ویلو سره پای ته ورسيده.

د یادې ازموینې لپاره ۱۲۳ کسانو ثبت نام کړی و چې په شرایطو برابر ۹۸ کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له یادې جملي څخه به ۲۳ کسان جذب شي.

Exam participants

د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته لاړ شۍ!

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS