شیخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست مسلکي کتونکو لخوا ارزونه پیل شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۱
321

نن ورځ یکشنبه د ۱۴۰۲ هـ. ش کال د سلواغې مياشتې۲۹مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۷مې نيتې سره برابره ده، د شیخ زايد پوهنتون د اعتبار ورکولو د سند خوندیتوب ارزونه د پوهنوال غلام سخي حسني په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شوي هيئت لخوا پیل شوه.

ناسته د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، یاده ناسته چې په همدې موخه د شیخ زايد پوهنتون مسلکي پراختيا مرکز کې کې رابلل شوې وه، د شیخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنيار مجاهد همت يار راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د راغلي پلاوي مشر پوهنوال غلام سخي حسني هیله وکړه، چې یاده ارزونه په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي.

په پای کې د شیخ زاید پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت آمر پوهندوی حسام الدين رحیمزي د شیخ زايد پوهنتون په اړه برابر شوي معلومات وړاندې کړل.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۵:۲۱
Background image

له پوهنتون څخه تر دندې د شيخ زايد پوهنتون پخوانيو فارغينو او ګمارل شويو محصلانو له لوري کاري تجربې او مسلکي لارښوونې تر عنوان لاندې سیمينار وړاندې شو.

د محصلانو معاونيت له لوري د شيخ زايد پوهنتون څخه د فارغو شویو او په بېلا بېلو ادارو کې ګمارل شويو محصلانو تجربې او مسلکي لارښوونې د شيخ زايد پوهنتون څلورمو ټولګيو له شاوخوا (۲۰۰). . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

د اسلام له نظره د استاد موقف او د تدریس په برخه کې له محصلانو سره اخلاقي چلند تر عنوان لاندې دوه ورځنی سيمينار پیل شو.

د شيخ زايډ پوهنتون علمي معاونيت اړوند مسلکي پرمختيا مرکز له لوري نویو ګمارل شويو استادانو لپاره د اسلام له نظره د استاد موقف او د تدریس په برخه کې له محصلانو سره اخلاقي چلند دوه ورځنی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۴:۵۴
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې د دوه نيم میلیونو افغانیو په لګښت د پیاده‌رونو او شنو ساحو جوړولو چارې پیل شوې.

شیخ زاید پوهنتون کې د دوه نيم میلیونو افغانیو په لګښت عمومي جومات، اداري ودانۍ او لیلیې پیاده‌رونو ترمیم او لوړ کیفیت چمن د کرلو چارې پیل شوې.

BACK TO NEWS