شیخ زاید پوهنتون ته ملا امام او د مبلغ معرفي کیدو په اړه غونډه وشوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۰:۴۹
ملا امام او مبلغ

شیخ زاید پوهنتون ته ملا امام او د مبلغ معرفي کیدو په اړه غونډه وشوه.

نن ورځ ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشې ۸مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شعبان میاشتې ۶مې نیټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون ته مولوي صاحب عبدالوکیل د ملا امام او مولوي صاحب حفیظ الله د مبلغ په حیث معرفي شول، چې په اړه یې د شیخ زاید پوهنتون د ریاست په مقام کې غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي، د پوهنتون علمي، مالي او اداري، محصلانو چارو مرستیالانو، استادانو او کارمندانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د مولوي حفیظ الله لخوا پیل شوه، په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا ګمارنې د وزارت د لزوم دید په اساس ترسره شوې دي، یاد آمریت ډېر مؤثر آمریت دی چې د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو د اصلاح لپاره به غونډې او پروګرامونه جوړوي. 
د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي غونډې ته وویل چې فزیکي جګړه ختمه شوې ده او فکري جګړه روانه ده، نو په کار دی چې په ګډه فکري جګړه په بریالیتوب سره پرمخ یوسو، یاد آمریت د محصلانو فکري برخې جوړولو مقدسه دنده لري چې په همکارۍ سره به ورته کار کوو.

ملا امام
ورپسې مولوي عبدالوکیل خبرې وکړې، ده له اس ـ ام څخه مننه  وکړه چې دا دروند مسؤلیت یې راته وسپاره، دا یوازې د یوه تن دنده نه ده؛ بلکې د هر شخص دنده جوړیږي، چې یاده برخه کې هلې ځلې وکړي او په ګډه به یاد مسؤلیت سرته رسوو چې ستاسو همکاري په دې برخه کې ډېره ضروري او لازمي ده.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۵:۲
Background image

محصلانو ته په ژورنالېزم کې د جغرافیې اهمیت ترسرلیک لاندې سیمینار وړاند شو.

د شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته د محصلانو چارو معاونیت له لوري په ژورنالېزم کې د جغرافیې اهمیت موضوع په اړه ترتیب شوی سیمینار وړاندې شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

محصلانو ته د اېپسټینیزم نړیوالې دجالي شبکې فعالیتونه ترسرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو او علمي څیړنو معاونیتونو په ګډه همکارۍ محصلانو ته (د اېپسټینیزم نړیوالې دجالي شبکې فعالیتونه) ترسرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

BACK TO NEWS