شیخ زاید پوهنتون ته نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۸:۳۲
nakimKhan zadr

 

نن ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د کب میاشتې ۱۹مه نیټه، چې د ۱۴۴۴هـ.ق کال د رمضان میاشتې له ۱۷مې نیټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون ته ښاغلی حافظ ناکیم سعید د یوې غونډې په ترڅ کې د مالي او اداري مرستیال په حیث معرفي شو.
غونډه د شیخ زاید پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالوکیل حـ.قاني لخوا د قرآنکریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي لنډې خبرې وکړې او و یې ویل چې تغیر او تبدیل په اداره کې یو اصل دی، ټاکنې او تغیر د مشرانو لخوا د ښې حکومتوالۍ په اساس ترسره کیږي.

szu3
ښاغلي نیازي د پخواني مالي او اداري چارو مرستیال څخه مننه وکړه، چې په ښه ډول یې ټولې اداري چارې تنظیم کړې او یاده دنده تر دې مهاله په بریالیتوب سره ترسره کړه.
پخواني مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد وویل چې د مشرانو هر امر ته لبیک وایو او اطاعت یې په موږ واجب دی.
نوي ټاکل شوي مالي او اداري چارو مرستیال حافظ ناکیم سعید په خپلو خبرو کې له مشرانو مننه وکړه چې په موږ یې اعتماد وکړ او یاده  دنده یې راوسپارله، له ټولو اداري کارمندانو څخه یې غوښتنه وکړه چې ستاسو په همکارۍ او ملتیا سره به ټول اداري کارونه په ګډه ترسره کوو.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS