شیخ زاید پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه.

szu_admin
123

د روان ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۷مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه، چې د ښاغلي روحاني سربېره، پوهنتون معاونینو، پوهنځيو رئیسانو او استادانو پکې ګډون کړی و.

m

د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني پرانیستونکې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د تضمين کیفیت پروسې په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي معلومات ورکړل.

په یاده ناسته کې د دوهم سمستر آزموینې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د لوړو زده کړو وزارت هدايت سره سم به د روان ۱۴۰۲ هـ.ش کال د عقرب مياشتې په شپږمه(۶) نيټه پيل شي، همدارنګه د ځینو استادانو په علمي ترفیعاتو او یو شمېر متفرقه مسائلو باندې بحث ترسره شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

ورستی خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۷
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري ازموينې خبرتيا!

د ټولنيزو علومو عمومي تاريخ، د کرنې پوهنځي حيواني علومو، چاپېريال ساتنې او اګرانومي څانګو، د ژورنالېزم پوهنځي ژورنالېزم څانګې، د کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي سيستمونو څانګې، د وترنري . . .

Back to announcements