شیخ زاید پوهنتون څخه(۳۷۷) محصلان فارغ شول.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۱:۱
123

نن ورځ ۱۴۰۲ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الاول مياشتې له ۴مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د درېيو مختلفو غونډو په ترڅ کې، له حقوقو او سياسي علومو، ژبو او ادبياتو او انجينري مهندسي څانګې څخه (۳۷۷) محصلانو فارغ شول. غونډو کې د پوهنتون رهبري سر بېره، استاذانو، فارغو شویو محصلانو او د هغوی خپلوانو ګډون کړی و.

m

غونډو ته په خپلو ویناوو کې د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال سید اسماعيل روحاني راغلو مېلمنو او د فارغانو کورنیو ته د ښه راغلاست تر څنګ هغوی ته مبارکيانې ورکړې او فارغو محصلانو ته یې د زده کړو په ډګر کې د نورو زده کړو، خپل مسلک کې د پاتې کېدو او د ښه خدمت توفيق غوښتنه وکړه.

د اړوندو پوهنځيو رئیسانو او استاذانو په خپلو ویناوو کې محصلان و هڅول چې تل خپلو مسؤلیتونو ته ژمن او پابند واوسي او خدمات چې ټولنې ته یې وړاندې کوي باید خپل دين او د ټولنې عنعناتو ته پکې پوره ژمنتيا ولري. همدارنګه خپلې زده کړې په همدې ځای بس نه کړي او تر ماسټرا او دوکتورا پورې مخته لاړ شي.

m

د يادو مراسمو په ترڅ کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه(۱۴۸)، د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه (۱۲۹) او د انجینر پوهنځي مهندسي څانګې څخه (۵۵) تنه محصلان فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

m

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS