شیخ زاید پوهنتون کې اداري کارمندانو ته د ظرفیت لوړنې روزنیز ورکشاپونو لړۍ پیل شوه

szu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۶:۲۷
شیخ زاید پوهنتون کې اداري کارمندانو ته د ظرفیت لوړنې روزنیز ورکشاپونو لړۍ پیل شوه

شیخ زاید پوهنتون کې د اداري کارمندانو ظرفیت لوړونې روزنیزو سمینارونو لړۍ پیل شوه.
د شیخ زاید پوهنتون اداري کارمندانو په غوښتنه نن ورځ (۱۶/۶/۱۳۹۹) د مسلکي پرمختیا مرکز (Professional Development Center (PDC) کې ، اداري کامندانو ته د مسلکي اخلاقو (Legal Ethics in Practice) تر عنوان لاندې یو ورځنی زده کړه یز سمینار ورکړل شو.

شیخ زاید پوهنتون کې اداري کارمندانو ته د ظرفیت لوړنې روزنیز ورکشاپونو لړۍ پیل شوه
د سیمنار په شروع کې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال فیض الله فیض ګډونوالو ته د سیمنار ارزښت په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې (( یاد سیمنار یا سیمنارونه به د اداري مدیریتونو په چارو کې ګټور تمام شي او په اداره کې به مسلکي اخلاقو ته رشد ورکړل شي، په راتلوونکې کې هڅه داده چې د پوهنتون هر کارمند او استاد به لدې زده کړو برخمن شي. او له تاسو ګډونوالو څخه مې هیله داده چې ، د پروګرام په پای کې، د راتلونکي صنفي موادو د ښه بهبود په موخه، خپل نظرونه د استاد سره شریک کړئ، تر څو د یوه ښه او غوره مسلکي چلند کې مو پرمختګ منځته راشي)).
ښاغلي فیض د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار محمد ساقي عادل څخه مننه وکړه چې پدې برخه کې یې ستونزې کړي او دا برخه پرمخ بیايي.
ورپسې استاد عادل خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هر کارمند ته ، که هغه دولتي وي او یا خصوصي وي، لازمي دی چې د اداري او حقوقي اخلاقو سره په څنګ کې د مسلکي اخلاقو پوهه هم ولري ، مسلکي چلند په ټولنه کې اصلاحي تغیرات راولي او په نتیجه کې یې د مسلک څښتن عالي شخصیت لاسته راوړي.
د مسلکي اخلاقو پوهه په انسان کې د وجدان ویښتیا رامنځته کوي او دا ویښتیا ددې سبب کیږي چې د فساد او ناوړه اعمالو د اجراء مخه ونیسي.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو ددې زده کړه یز پروګرام څخه خوښي وښوده او له پوهنتون رهبرۍ څخه یې غوښتنه وکړه ، چې د پروګرام وخت دې زیات شي.
د یادونې وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون محصلینو ته د عملي زده کړو زمینې مساعدولو ترڅنګ، اداري کارمندانو ته هم وخت پر وخت زده کړه یز سمینارونه ورکړل شوي دي او پلان کې لري، چې راتلونکي کې هم دا لړۍ دوام وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۶:۲۸
Background image

د شيخ زايد پوهنتون علمي شورا غونډه تر سره شوه.

نن دوشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې لسمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۲مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون علمي شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

BACK TO NEWS