څېړنې ميتودو لوژي، علمي مقالو لیکنې او نشر تر عنوان لاندې څلور ورځینی سيمينار پیل شو.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۸
aa

 

نن ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الاول مياشتې له ۱۷مې نيټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون په مسلکي پرمختيایي مرکز کې (۳۰) تنو استادانو لپاره څلور ورځینی سیمینار پیل شو، چې د شیخ زاید پوهنتون استادانو سربېره به پکې د خصوصي پوهنتونونو استادان هم برخه واخلي.

a

د پیل په ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستيال او سرپرست سيد اسماعیل روحاني او د ورکشاپ ګډونوالو استادانو ګډون کړی و، ښاغلي روحاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په علمي ډګر کې د څېړنې په ارزښت باندې خبرې وکړې.

a

 یاد ورکشاپ به د پوهنمل دوکتور احمد جاويد شکيب او پوهنمل نورالله حسن خيل لخوا وړاندې شي او څلور ورځې به دوام وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

BACK TO NEWS