د شیخ زاید پوهنتون علمي څېړنیزه مجله تازه له چاپه راووته.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۶
سیبلا

شیخ زاید پوهنتون د ١٤٠٣ لمریز کال علمي څېړنیزې مجلې ٣٥مه ګڼه چې په ٢٧١صفحو کې لیکل شوې ده، د لوړو زده کړو وزارت په مالي ملاتړ چاپ شوه.

په ياده ګڼه کې د بېلا بېلو پوهنځیو استادانو پر مختلفو علمي موضوعاتو باندې څېړنې کړې دي، چې په دې لړ کې د غربي سیکولر ـ لیبرال نظریې له اړخه د بیان آزادي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیاتو ودونو کولو حکمتونه او فلسفه، د قتل په تثبیت کې د عدلي طب رول، د المعتصم او عموریه د سوبې پېژندنه او شننه، په پښتو معاصر شعر کې له ځوريدنې خوند اخيستنې (سادېزم) څرکونه، خرفات، کوډې او له ناپوهۍ سره تړلي نور ناوړه دودونه، په اسلام کې د انفلاسیون کنټرول او حل لارې، په اسلامي شریعت کې د حدودو د مشروعيت حکمتونه، د عمدي قتل په مقابل کې صلحه او د هغې احکام، د لرغونو اثارو په بيا رغونه کې د نویو ميتودونو کارونه، د افغانستان په پرمختګ کې د جغرافیایي موقعيت اغېز، د اسلامي شريعت په رڼا کې د ګناهونو د بښنې لاملونه، تاثیر ادبيات بالای جامعه در افغانستان، مالياتي خدماتو په برخه کې د فساد پر وړاندې د برېښنایي حکومتولۍ رول او نورې علمي مقالې را غونډې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه مجله په هرو ٣ میاشتو کې خپرېږي، چې د شیخ زاید پوهنتون سربېره د هېواد په کچه د نورو پوهنتونونو استادانو لخوا په بېلا بېلو موضوعاتو باندې علمي څېړنو لیکل شوي مقالې پکې خپرېږي.

د لاندې لینک له لارې د مجلې موضوعات کتلی شئ.

https://www.szu.edu.af/.../35%20SZU%20Academic%20Journal.pdf

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS