له شیخ زاید پوهنتون څخه په لومړي ځل شپږ تنه د قرآن الکریم حافظان فارغ شول.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۲۸
صضثقفب

له شیخ زاید پوهنتون څخه په لومړي ځل شپږ تنه د قرآن الکریم حافظان فارغ شول.

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال عقرب میاشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الاولی مياشتې له ۱۳مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې شپږو محصلانو ته د قرآن عظیم الشان د حفظ دستار بندۍ مراسم په داسې حال کې تر سره شول، چې د شیخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مسلمين راشد سربېره، د پوهنتون مرستیالانو، د عامې روغتیا وزارت د خوړو مسؤنیت عمومي رئيس ډاکټر نعیم الله ایوبي، دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالوکیل، یو شمېر نورو علماء کرامو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، ګډونوالو په خپلو ويناوو کې حافظانو ته د دستار فضيلت مبارکيانو تر څنګ، د شيخ زايد پوهنتون د دغه ستر ګام او نوښت ستاینه وکړه او په راتلونکي کې یې دې برخې ته د لا زياتې توجو غوښتنه وکړه.

د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد حافظانو ته د دغه ستر اعزاز تر لاسه کولو په مناسبت مبارکي ورکړه او هوډ يې ښکاره که چې دا سلسله به جاري ساتي.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو مسؤنیت عمومي رئيس ډاکټر نعیم الله ایوبي، دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالوکیل، شیخ الحدیث خیر الله شاه احقر، قاضي سمیع الله راشد هم ویناوې ترسره کړې.

په پای کې د شيوخو کرامو لخوا حافظانو ته د قرآن د فضيلت پګړۍ ور په سر کړل شوې او مراسم د دعاء په ويلو سره پای ته ورسيدل.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون رهبري ټاکل شوي هیئت د دعوت خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

تېره ورځ ماسپیښین مهال د شيخ زايد پوهنتون رهبري هیئت د شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني په مشرۍ د دعوت خصوصي پوهنتون له چارو څخه څارنه تر سره کړه.
هغه ناسته چې د یاد پوهنتون له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د ځوان نسل فکري روزنې په کتاب کې ازموینه واخیستل شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۴مه، چې د ۱۴۴۷هـ.ق کال د جمادی الأولی میاشتې له ۴مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د ځوان نسل فکري روزنې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۱۰
Background image

د ميراث علم په اړه محصلانو ته د عامه پوهاوي سیمينار وړاندې شو.

تېره ورځ یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ميزان میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الآخر میاشتې له ۲۶مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت لخوا د بېلا بېلو. . .

BACK TO NEWS