چاپېریال ساتنې ورکشاپ دایر شو.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۴۶
منتاد

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې له ۱۵مې نېټې سمون لري، اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د (چاپېریال ساتنې) تر عنوان لاندې ورکشاپ وړاندې شو.

یاد ورکشاپ د نظم دسپلین فرعي کمېټې په نوښت د اقتصاد پوهنځي مرستیال پوهنمل مامورالدین منګل لخوا له لوري وړاندې شو، چې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې پېژندنه، چاپېریال ساتنې اهمیت، چاپېریال ساتنې اړوند ځینې مهم اقدامات، چاپېریال ساتنې په وړاندې وړاندیزونه او یو شمېر نورو معلومات ورکړل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS