د کادري بستونو له نوماندانو څخه تخصصي آزموینه واخیستل شوه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۵۸
شسیبل

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الاولی مياشتې ۱۶مې نېټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون د امام ابو حنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې د طب پوهنځي مایکرو بیولوژي، اناټومي، هستولوژي او امبریالوژي، معلوماتي ټکنالوژي، باغداري، کرنیز اقتصاد او پراختیا، انګلیسي څانګو، پامیر خصوصي پوهنتون انګلیسي څانګې، ابدالي طبي لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې کیمیا، بیولوژي او انګلیسي څانګو خالي بستونو له نوماندانو څخه تخصصي آزموینه واخيستل شوه.

د يادې آزموینې اخيستلو پرمهال د شيخ زاید پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمین راشد سربېره د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفېعاتو رياست څخه راغلي هیئت، علمي او د علمي څېړنو مرستيالانو، پوهنځیو رئيسانو او استادانو ګډون کړی و.

د علمي چارو مرستیال پوهنیار نورالله حسین خېل د آزموینې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې د آزموینې په اړه معلومات ورکړل او د هر ډول شفافیت ډاډ یې ورکړ، نوموړي په خپلو خبرو کې کادري آزموینې تر نورو آزموینو مهمې وبللې او زياته یې کړه، چې له دې آزموینې څخه به پوهنتون ته یو علمي کادر انتخابېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د یادو کادري بستونو لپاره د خارجي ژبې آزموینه اخيستل شوې وه، چې له بريالیو نوماندانو څخه یې نن ورځ د اړوندو بستونو لپاره تخصصي آزموینه واخيستل شوه.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۲۰
Background image

د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال لومړنۍ رهبري شورا ناسته تر سره شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري مياشتې نهمه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د شوال المکرم مياشتې ۱۱مې نېټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون رهبري شورا ناسته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

BACK TO NEWS