محصلانو ته د مسلکي اخلاقو تر عنوان لاندې سیمینار پیل شو.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴
ووړتدړاذل

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د اسد مياشتې ۲۵مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د صفر المظفر میاشتې له ۲۲مې نيټې سره برابره ده،

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت له لوري د پوهنتون دوولسو پوهنځیو محصلانو ته د مسلکي اخلاقو تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار پیل شو.

په دغه سیمینار کې به د مسلکي او حقوقي اخلاقو، حقوقي او مسلکي اخلاقو تر منځ توپیر، د مسلکي او حقوقي اخلاقو اهمیت او د مسلکي اخلاقو اړتیا پر موضوعاتو باندې معلومات ورکړل شي.

یاد سيمينار د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل محمد ساقي عادل لخوا وړاندې کېږي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS