نویو محصلانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۹:۳۹
bhgghnmjkihj

نن شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سنبلې میاشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیع الأول میاشتې له ۲۷مې نیټې سره برابره ده،

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

په دغه سیمينار کې د فرهنګ او کلتور پېژندنه او توپیرونه یې، اسلامي او افغاني مشترک فرهنګونه، غوره او ناوړه کلتورونه، فرهنګي یرغل او د غوره کلتورونو ترويج او ساتنې موضوعاتو باندې معلومات ورکړل شول.

ياد سیمینار د شيخ زايد پوهنتون فرهنګي کمېټې لخوا برابر شوی و، چې د وترنري علومو پوهنځي استاد او د يادې کمېټې مرستيال پوهنيار مصطفی لودين لخوا وړاندې شو.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS