د ښوونې او روزنې پوهنځي د دوو څانګو لابراتوارونو ترمیم چارې پیل شوې.

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۱:۲۸
vbgfvnm,kjhn

د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا او بېولوژي څانګو لپاره د جلا جلا لابراتوارونه د ترمیم چارې پیل شوې.
د یادو لابراتوارونو لپاره اړین تجهیزات لکه: مېزونه، څوکۍ، المارۍ، یخچالونه او نور اړوند لابراتواري اجناس اخیستل شوي هم دي. یاده پروژه د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت په هڅو د (۷۵۰٬۰۰۰) افغانۍ په ارزښت تطبیق کېږي.
ټاکل شوې ده چې د لابراتوارونو د ترمیم او تجهیز چارې به په ۴۵ ورځو کې بشپړې شي. د دغو لابراتوارونو په جوړیدو سره به د کیمیا او بېولوژي څانګو محصلانو ته د عملي زده‌ کړو لپاره اسانتیاوې او ښه علمي چاپېریال برابر شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS