په شیخ زاید پوهنتون کې د کیفیت لوړونې پروسې د ښه تطبیق په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۶:۳۴
nbvvgfdc

د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د کیفيت لوړونې آمريت له لوري د ترتیب شوي مهالوېش مطابق د نهاد په کچه د دې پوهنتون د معاونیتونو، رياستونو، کادري او اداري آمريتونو، څانګو، فرعي او اصلي کمېټو د لومړنیو مواردو ارزونه پيل شوه.
په پلان کې ده چې د پورته ذکر شويو ټولو برخو فعاليتونه به د روانې اونۍ تر پنجشنبې ورځې پورې وارزول شي او د راتلونکو پړاونو ته د چمتوالي په موخه به یې نيمګرتياوې په نښه او د حل په موخه کړنې تر سره شي.
نېټه: شنبه
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال ذوالقعدة الحرام لومړۍ
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري ۲۹مه
د ۲۰۲۶ م کال اپريل ۱۸مه
نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۵:۲۷
Background image

د څېړنې ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد او خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو ته د څېړنو ميتودولوژي تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

BACK TO NEWS