څانګو آمرينو ته د محصلانو مونوګراف ليکنې لپاره د پروپوزل ثبت او طرحې مراحلو د نوي سيستم په اړه يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د دوولسو پوهنځيو څانګو آمرينو لپاره د محصلانو مونوګراف ليکنې لپاره د پروپوزل ثبت او طرحې مراحلو د نوي سيستم په اړه يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.
په ورکشاپ کې د پروپوزل او مونوګراف شکلي جوړښتونه، د محصلانو کنفرانسونو لپاره د سلايډونو واحد سيستم، د پروپوزلونو او مونوګرافونو د آنلاين ثبت سيستم په اړه معلومات وړاندې او په يادو سيستمونو کې د استادانو پوښتنې ځواب او د موضوع په اړه نظريات او وړانديزونه واورېدل شول.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام شپږمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان لومړۍ
۲۰۲۶ م کال د جون ۲۲مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
