د عاشورې ورځې تاریخي پس منظر او اهمیت باندې سیمینار وړاندې شو.
په یاد یو ورځني ديني سیمینار کې د عاشورا ورځې په تاریخي واقعاتو، اهمیت، د نبوي احادیثو په رڼا کې د عاشورا ورځې فضیلتونه او د روژې نیولو ثوابونه تشریح شول. د محرم لسمه چې د عاشورا په نوم یادیږي په اسلامي تاریخ کې ځانګړی مقام لري.
ياد سيمينار د دعوت او ارشاد آمریت لوري د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو لپاره برابر شوی و، چې د شرعياتو پوهنځي استاد شیخ الحدیث شېر محمد حنفي له لوري وړاندې شو.
نېټه: چهار شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام ۸ مه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د سرطان ۳مه
۲۰۲۶ م کال د جون ۲۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت
