د کورنيو چارو وزير خلیفه سـ.ـراج الدین حـ.قاني شيخ زايد پوهنتون کې د یوې لویې غونډې ګډونوالو ته وینا ترسره کړه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۳۱
رذددداړتنړذ

هغه غونډه چې په همدې منظور د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې برابره شوې وه، د کورنيو چارو محترم وزير خليفه سـ.ـراج الدين حـ.ـقاني، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد نبي عـ.ـمري، د خوست ولایت والي مولوي عبدالرحمن حـ.ـقاني، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني، مرستيالانو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و.
غونډې ته د پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
محترمو استادانو، محصلانو او ټولو ګډونوالو ته د عـ.ـالیقدر امـ.ـيرالمؤمنين حـ.ـفظه الله وينا او پیغام د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال مفتي محمد عمر فضلي لخوا وړاندې شو.
ورپسې د کورنيو چارو وزير خليفه سـ.ـراج الدين حـ.ـقاني وينا وکړه او ویې ويل؛ زمونږ ملک چې د نیمې پېړۍ په اوږدو کې په مختلفو ازمايښتونو کې را ګېر دی، لله الحمد نن ورځ د يو اسـ.ـلامي وحدت لاندې تر يو واحد بيرغ لاندې ټول را جمع يو او تل به هڅه کوو چې دا اسـ.ـلامي او ملي يووالی دوامدار وساتو. نوموړي وويل؛ چې محصلان زمونږ لويه سرمايه ده، نظامونه چې خود کفا کېږي په محصلانو خود کفا کېږي او زياته یې کړه چې د ملک د ځان بساینې په برخه کې تاسو ته سترګې دي، همت وکړئ او هيڅکله ځانونه پردي و نه ګڼئ او خپل علم څخه داسې ګټه واخلئ، چې ملک ته یې ګټه ورسېږي او د نورو د احتياجۍ څخه مو ملک خلاص شي.
هغه په محصلانو باندې غږ وکړ چې په خپله تحصیلي اداره کې د سياست، ډلو ټپلو څخه په کلکه ځانونه وساتئ، نورې مغرضې کړۍ کوشش کوي چې ستاسو افکار یرغمل کړي، تل د خپل علم په پر مختګ باندې فکر وکړئ او زياته یې کړه چې هیڅکله ځانونه بیګانه مه ګڼئ، ا.ا.ا مشران ستاسو مشکلاتو ته رسيدګي کوي.
د خوست ولایت والي مولوي عبدالرحمن حـ.ـقاني په خپله وينا کې د کورنيو چارو له وزير څخه خوست ولایت ته د راتګ ځانګړي مننه وکړو او په خپلو خبرو کې یې د دیني علومو تر څنګ عصري علوم زيات ضروري وبلل، ځکه په دې سره کولی شو چې خپل ملک په ځان بسیا او د نړۍ سره سيال کړو. نوموړي محصلانو ته وويل؛ چې افغانستان به ستاسو په واسطه آبادیږي او د اسـ.ـلامي نظام يووالي او استقلال ساتنه وکړئ او ډاډ یې ورکړ چې د ا.ا.ا مشرتابه له تاسو سره دی او په هره برخه کې به مو حمايت کوي.
غونډه د خوست علماوو شورا رئیس شيخ الحدیث انور حسین حسیني لخوا د دعاء په ويلو سره پای ته ورسیده.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع الاؤل څلورمه
۱۴۰۵ هـ.ش کال د اسد ۲۷مه
۲۰۲۶ م کال د اګسټ ۱۸مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کورنيو چارو وزير خلیفه سـ.ـراج الدین حـ.قاني شيخ زايد پوهنتون کې د یوې لویې غونډې ګډونوالو ته وینا ترسره کړه.

د کورنيو چارو قدرمن وزير خلیفه سـ.ـراج الدين حـ.ـقاني د يوې لویې غونډې په ترڅ کې د شيخ زايد پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته وینا ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۱۰
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د جنوب ختیځ زون لپاره د یوناما مرکزي دفتر استازو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم صاحب د ياد دفتر استازو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل. 
ياده ليدنه چې د شيخ زايد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۱۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو لپاره ازموینه واخيستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنيفه رحمه الله غونډو په تالار کې د دې پوهنتون د بېلا بېلو څانګو مهندسي، تخنیکي علومو، عامه اړيکو، عمومي داخله، صغيره جراحي، عمومي جراحي، کرنيز اقتصاد او. . .

BACK TO NEWS