د شیخ زاید پوهنتون ادارې لخوا د خواشینۍ پیغام

szu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۱۱:۵۳
د شیخ زاید پوهنتون ادارې لخوا د خواشینۍ پیغام

 

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د شیخ زاید پوهنتون پخوانی رئیس دوکتور پوهنمل حضرت میر توتاخېل په حق رسیدلی .

إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون

د شیخ زاید پوهنتون ادارې لخوا د خواشینۍ پیغام

د شیخ زاید پوهنتون اداره د مرحوم له کورنۍ او دوستانو سره خپله ژوره غمشریکي ښيي .د مرحوم توتاخېل مرګ د افغانستان اکادمیک چاپیریال ته لویه ضایعه بولي؛ مرحوم ته د الله (ج) له درباره جنتونه او کورنۍ ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.

استاد د خپلې مقدسې دندې په ترڅ کې په زرگونه ځوانان وروزل او د افغان ولس خدمت ته یې وړاندې کړل .

د استاد توتاخېل علمي خدمتونه به د تل لپاره د افغان ولس په زړه کې پاتې وي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د انتان مخنيوي او کثافاتو مديريت تر عنوان لاندې درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون روغتيا پالانو او خدماتي کارکوونکو ته د انتان مخنيوي، کنترول او د روغتوني کثافاتو د مديريت درې ورځنی ورکشاپ پيل شو.

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز کې د شیخ زاید او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د مصنوعي ځيرکتيا مسلکي پرمختګ تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ چې تېره ورځ پیل شوی و پای ته ورسېد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۷
Background image

محصلانو ته په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر سرليک لاندې سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون د ابوکر صديق رضی الله عنه غونډو په تالار کې د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو ته د ظرفيت لوړونې په موخه په آنلاين رسنيو کې د سوداګريزو تبليغاتو رول تر عنوان لاندې سيمينار. . .

BACK TO NEWS