شیخ زاید پوهنتون د هیواد په کچه معتبرو پوهنتونونو په قطار کې ځای خپل کړ

szu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۴:۵۵
szu third stage success

دا بریا دې ټول افغان ولس ته مبارک وي.

نن ورځ شنبه ( ۲۶/سرطان/۱۴۰۰) نیټه د تضمین کیفیت په برخه کې شیخ زاید پوهنتون بشپړ اعتبار ترلاسه کړ.

szu accadmic acredatian

پدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام کې نن ورځ د یوې ستاینغونډې په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي او ورسره مل پلاوي ته ددې ستر اعزاز تصدیق لیک د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې ریاست او د همدې بورډ غړیو لخوا ورکړل شو.

szu third stage accept full success

په مراسمو کې د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې رئیس دوکتور پوهندوی محمد نعیم عظیمي د شیخ زاید پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه ، چې ددې پروسې معتبرمقام ته يې د ښو کړنو او ښې همغږۍ په ترڅ کې شیخ زاید پوهنتون ورسوو، او دا یې د یوه ښه او ژمن مدیریت پایله یاد کړه.

ښاغلي اریوبي د رئیس صیب عظیمي څخه د مننې ترڅنګ ، دغه ویاړ د خپل کادري او اداري پرسونل کارته د ژمنتیا ثمره وبلله او زیاته یې کړه چې ، دا د دوی د ګډو هڅو، دندې ته ژمنتیا او د ښې همغږۍ پایله وه چې شیخ زاید پوهنتون ددې برم خاوند شو. اریوبي زیاته کړه چې دا اعتبار به بیا بایللو ته پرینږدي.

szu third stage accept full success

شیخ زاید پوهنتون د تضمین کیفیت په برخه کې بشپړ اعتبار مقام ته ، لکه د هیواد نورو لویو پوهنتونو په شان ځان نږدې یوه میاشت وړاندې کاندید کړ، چې له نیکمرغه د وزارت مقام څخه د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې ریاست اړوند راغلي پلاوي ( ملي بازنګران) پوښتنو او پلټنو څخه بریالی ووت.

د کیفیت لوړولو او اعتبارورکولو ادارې د ملکي لوړو زده کړو قانون مندرجو مادو او د نافذه تقنیني اسنادو پر بنسټ یوعلمي بنسټ د کیفیت لوړونې او اعتبارورکونې چوکاټ له مخې په دریو پړاوونو کې ارزیابي کیږي، چې لومړی پړاو کې کامیابي په (۵۱٪) نمرو، دویم پړاو کې په (۷۱٪) نمرو او درېیم پړاو چې د بشپړ اعتبار پړاو هم یادیږي د (۸۵٪) نمرو په اخیستو سره د پنځو کالو لپاره خپل اکادمیک اعتبار ترلاسه کوي.

دا هم باید ذکر شي چې د لوړو زده کړو د نافده قوانینو له مخې کچېرې کوم پوهنتون کې د ماسترۍ او دوکتورا برنامه پیلږي ، باید د تضمین کیفیت په برخه کې له بشپړاعتباري معیار څخه برخمن وي.

د بشپړ اعتبار ترلاسه کولو سره پوهنتون لوړ علمي موقف حاصلوي او د هیواد غوره پوهنتونو په قطار کې شمیرل کیږي ، چې خوشبختانه شیخ زاید پوهنتون دغه وقار او اعزاز ترلاسه کړ.

د یادوولو وړده، چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري هروخت پدې هڅه کې وه چې پوهنتون یې د هیواد په کچه د معتبرو پوهنتونونو په قطار کې ودریږي او دغې موخې ته د رسیدو لپاره یې هر وخت خپل پرسونل تعقیب کړي ، چې نن یې هیوادوال عملاٌ ثمره ګوري.

باید ذکر شي ، چې د څو لسیزو راهسې د خوست ولسونو د خپلې بې کچې علمي مینې له مخې په سختو حالاتو کې د شیخ زاید پوهنتون هر وخت لاسنیوی کړی، نو بناء د پوهنتون اداره د دوی مینه درک کړې او هیچاته به ددې موقع ورنکړي چې د دوی اذهان تر منفي تاثیراتو لاندې راشي.

د شیخ زاید پوهنتون اداره ددې لوړ علمي وقار ترلاسه کول دې ټول افغان ولس او په ځانګړي ډول خوستمېشتو ته مبارک وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۳۵
Background image

ورزش د اسلام له نظره علمي سيمينار وړاندې شو.

په دغه سيمينار کې چې د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، د اسلام له نظره د ورزش اهميت او احکام د قرآن او احادیثو له نظره وړاندې شول.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د وترنري علومو پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د پنځم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتیا کابل ولایت ته پنځه ورځنی علمي سفر تر سره کړ.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته تمثیلي محکمه ترسره شوه.

د یادې تمثیلي محکمې لپاره په رابلل شوې غونډه کې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقاني، خوست امنیت عامه دیوان رئیس مولوي انصار الله، محصلانو چارو مرستیال، استادانو او. . .

BACK TO NEWS