په شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۷۱۴ تنو مامورینو او معلمینو د ۵ او ۶ بستونو لپاره د ډلیز کانکور ازموینه واخیستل شوه

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۲:۱۰
Exam

یاد مراسم په ۳۰/۵/۱۴۰۱ چې د ۲۲/محرم الحرام/۱۴۴۴ نېټې سره سمون خوري د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي د غونډو په تالار کې ترسره شول، په مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه، د خوست ولایت مرستیال محمد انور دین پرور، د شیخ زاید پوهنتون مرستیالانو، د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د ملي امنیت مسول قاري عتیق الله، د خوست ولایت د پوهنې ریاست مرستیال، د ازموینې د ملي کمیټې غړیو او د پوهنتون استادانو ګډون درلود.

راټولېدنه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، د خوست ولایت مرستیال محمد انور دین پرور د ازموینې په شفافیت ټینګار وکړ او د علم په ارزښت یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

د ازموینې د ملي کمیټې مشر ښاغلي نعمت الله اسدي وویل چې د ازموینې ملي ادارې هدف دا دی چې حق حقدار ته ورسیږي، د ازموینې د شفافیت په اړه یې پوره ډاډ څرګند کړ او د ازموینې په طرزالعمل یې رڼا واچوله.

د یادونې وړ ده، چې له یادو کاندیدانو څخه به ۲۲۶ تنه ذکور او ۳۰ تنه اناث کاندیدان جذب کیږي، تر څو په اداراتو او د پوهنې په برخه کې د هیواد لپاره خدمات ترسره کړي، د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه د کابل څخه راغلي هیئت ته د هر ډول همکارۍ او په ازموینه کې د پوره شفافیت ډاډ ور کړ او تر څنګ یې د پوهنتون شته امکانات او اسانتیاوې د ازموینې ملي پروسې په واک کې ورکړي.

Go to Khost Shaikh Zayed University Facebook  Page

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS