!شیخ زاید پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزير د یو لوړ رتبه پلاوي په ګډون راورسېد

szu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۴:۱۵
minister of he

د افغانستانـ۱.۱ د لوړ زده کړو وزير ښاغلی الحاج مولوي الشیخ عـ بدالـ باقـ ي ح ـ ق ـ ان ي نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ .ل کال د سنبلې مياشتې ۲۸، چې د ۱۴۴۴ هـ .ق کال د صفرالمظفر مياشتې له ۲۱ نېټې سره برابره ده، د یو لوړ پوړي پلاوي په ګډون شېخ زاید پوهنتون ته راورسېد.

Minister of HE

یاده دې وي، چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي او محصلانو چارو مرستيالان هم څو ورځې وړاندې خوست ولایت ته رارسېدلي دي.

په پام کې ده، چې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلی ح قا ن ي ترڅنګ د شیخ زاید پوهنتون ریس انجینر همایون معاویه او د خوست ولایت علما کرامو ( شیخ صاحب ګل مرجان رشاد، شیخ صاحب خیرالله شاه صاحب، شیخ صاحب حسن محمد د علما شورا مشر او مفتي صاحب عابد د علما شورا منشي نن ورځ د اسلامي ثقافت د بريالیو استادانو په کنفرانسونو کې هم ګډون وکړي او د ياد بخش لپاره به وړ او با استعداده کادرونه د شیخ زاید پوهنتون محصلینو د تدريس لپاره غوره کړي.

Hamayoon_Baqi Haqani

د يادولو وړ ده، چې د شیخ زاید پوهنتون اسلامي ثقافت ۲۳ بسوتونو لپاره ۱۲۳ علماکرامو ثبت نام کړی و، چې په شرایطو برابرو کسانو څخه د عربي ژبې، اسلامي ثقافت تحریري او تقریري ازموینې پړاونه طی شوي دي، چې ۲۳ بريالي استادان به نن ورځ خپل کنفرانسونه ارايه کړي

د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته لاړ شۍ!

presenterpresenter

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS