شيخ زاید پوهنتون کې د درې ورځينی ملي سمپوزيم د پیل له مراسمو وروسته یو شمېر څېړنيزې مقالې وړاندې شوې.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۵:۲۶
Qasimullah Eyab

شیخ زايد پوهنتون کې د طبیعي علومو ملي سمپوزیم له لومړنیو مراسمو وروسته د یو شمېر پوهنتونونو استادانو خپلې څېړنيزې مقالې وړاندې کړې.

د اګرانومي په برخه کې د ننګرهار پوهنتون څخه کفایت الله کاکړ او شفیق الله ارين د شیخ زاید پوهنتون څخه قسیم الله ريان، احمديار احمدي د کابل پوهنتون څخه محمد ظریف شریفي د پوهندوی دوکتور اجمل ولي تر مشرۍ لاندې، د طبي ساینس په برخه کې د ننګرهار طب څخه استاد اميرالله رضايي او عبدالغفار شېرزاد، د کابل طبي پوهنتون څخه ذاکر حسین، د شیخ زايد پوهنتون څخه ولي ګل مخلص د پوهاند بادشاه زار عبدالي تر مشرۍ لاندې، د هارټيکلچر، ځنګلات او د نباتاتو ساتنې په برخه کې د ننګرهار پوهنتون څخه هر یو ګلبدین ګلاب، عصمت الله دراني او طیب الله زاهد، د بغلان پوهنتون څخه بختیار رضایي خپلې څېړنيزې او تحقیقي مقالې د ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالستار فضلي تر مشرۍ لاندې وړاندې کړې او همدارنګه د انجينري ساینس او ټکنالوژي په برخه کې د شیخ زاید پوهنتون څخه ريدي ګل همدرد، قدرت الله ځواک، حنیف شاه کامران او صابرشاه صابري، د غزني تخنيکي پوهنتون څخه زين الله سيرت د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه محمد ضياء زاهدي او د کابل پوهنتون څخه امين ګل حنيف د ښاغلي پوهنوال ولي الله قاسمي تر مشرۍ لاندې، همدارنګه د کمپيوټر ساینس او ټکنالوژي په برخه کې د کابل پوهنتون څخه همت بلال او عبدالرحمن صافي، د شیخ زاید پوهنتون څخه دلاور ځواکمن او محمد داود بابکرخېل، د کندوز پوهنتون څخه عبدالله ظاهرزاده خپلې څېړنيزې مقالې د پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک تر مشرۍ لاندې وړاندې کړې، همدارنګه د رياضي، جيومتري او الجبر په برخه کې د ننګرهار پوهنتون څخه احسان الله حامد، عبدالبصیر ثاقب او عذير حیدري، د شیخ زاید پوهنتون څخه احسان الله همتي خپلې تحقیقي مقالې د پوهنمل دوکتور قدرت الله ځواک تر مشرۍ لاندې وړاندې کړې او دا لړۍ روانه ده.

1

2

45677

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۱
Background image

د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سنت تر عنوان لاندې د نیالګیو کېنولو اشر پیل شو.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، په شیخ زاید پوهنتون کې (د ځمکې ژوندي کول د پېغمبر صلی الله علیه وسلم. . .

BACK TO NEWS