د تاريخ جغرافيې څانګې لنډه پيژندنه

 

د تاريخ او جغرافيې څانګه د ټولنيزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې يوه رسمي څانګه ده، چې د  لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ کال کې د شيخ زايد پوهنتون ښوونې روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځ ته او بيا په ۱۳۹۳ کال د ټولنیزو علومو پوهنځي په تاسیس سره د همدې پوهنځي په رسمي چوکاټ کې ځای په ځای شوه، دې څانګې تر دې مهاله (۴۸۳) تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

د تاريخ جغرافيې د څانګې د فارغ التحصيل واضح تعريف

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي د تاريخ جغرافيې څانګه د ښوونځيو، د ښوونکو د روزونې مرکزونو، په پوهنتونونو کې د ټولنيزو علومو او ښوونې روزنې پوهنځيو او د علومو اکاډمۍ د علمي کادر په توګه او همدا ډول د لرغونو سيمو او آثارو د څېړنې او پلټنې، چاپيريال ساتنې، جيولوجي، کارتوګرافي او ديموګرافي په برخو کې د مسلکي او تخصصي کادرنو د روزنې په موخه رامنځ ته شوی ده. په دې اساس د تاريخ جغرافيې د اړونده نصاب په پیاده کیدو سره د ليسانس دورې فارغ التحصيل پوهيږي چې، په څلور کلنه تحصيلي دوره کې يې د (۱۵۲) کريډيټونو او (۸) سمسترونو په بشپړیدو سره دا وړتیا ترلاسه کړې، چې د پوهې، مهارتونو او سلوک په برخه کې لاندې ځانګړتیاوې و لري:

۱- د پوهې په برخه کي

د تاريخ جغرافيې فارغ التحصيل بايد د ليسانس په کچه د تاريخ او جغرافيې پر اساساتو، تاريخي پېښو او جغرافيايي مسايلو د څېړلو، د لرغونو اثارو او ابداتو پېژندلو او ساتلو، چاپيريال ساتنې، جيولوجي، کارتوګرافي، ديموګرافي، ملي او نړيوال سياست پيژندل، چې له مخې یې د تاریخ او جغرافیه د یو متخصص علمي کادر په توګه په ټولنه کې و پيژندل شي.

۲- د مهارتونو په برخه کې

د تاريخ جغرافيي  څانګې فارغ التحصيل هغه څوک دی، چې د اړتيا تر بريده د جغرافيوي او تاريخي مسايلو درک کوونکی، د يوې نړيوالې ژبې، ښه مديريت، په کمپيوټر کې د دفتري پروګرامونو، او د علمي پروګرامونو د جوړولو وړتيا لري او په دې برخه کې د خپلې ټولنې د اړونده ستونزو حل ته مناسبه او معقوله لیار پیدا کولی شي.

۳- د سلوک په برخه کې

د تاريخ جغرافيې څانګې فارغ التحصيل هغه څوک دی چې، د خپل تخصص ترڅنګ به لوړ اسلامي اخلاق، معلومات، وطن دوستي، انساني او بشري ارزښتونه زده کړې وي او له مخې به یې د هیواد ټولو ملي ارزښتونو ته ځانګړې درناوی لري او په دې برخه کې به د هر ډول تبعیض سره مبارزه کوي.

د تاریخ جغرافيې څانګې لرلید  

د تاريخ جغرافيې څانګه هوډ لري، چې د يو لوړ او باکيفيته سيستم له لارې داسې بشري ځواک وروزي، چې د یو واقعي تدین ترڅنګ، د هیواد د پرمختګ سرلاری، د ملي ګټو ضامن، ملي ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي پوهه سمبال، ديوې ښې رهبرۍ او مديريت خاوند وي.

د تاریخ جغرافيې څانګې رسالت  

د تاريخ جغرافيې څانګه مسؤليت لري، چې د لوړو زده کړو د انډوليز سيستم له لارې ځوان نسل ته علمي او اکاډميک شرایط برابر کړي. او په خپله  برخه کې داسې مسلکي اشحاص وروزي چې د ټولنيزو او سياسي ستونزو په حل کې له ټولنې سره مرسته وکړي او  د هيواد په پرمختګ، ملي یووالي او د ټيکاو په راوستلو کې رغنده وڼده واخلي.

د تاريخ جغرافيې څانګې موخې

  1. د ټولنيزو علومو په برخه کې د پوهنتونونو لپاره علمي کادرونه روزي .
  2. د مکاتبو، عالي دارالمعلمينونو، خصوصي او دولتي تعليمي مؤسسو لپاره وړ او مسلکي استادان روزي.
  3. د تاريخ او جغرافيه دياګرامونو، تاريخي او جغرافيايي چارتونو د جوړونکو مؤسسو لپاره خپل مسلکي غړي روزي.
  4. د ملي تاريخ د انجمنونو لپاره وړ او مناسب مسلکي غړي خپلې ټولنې ته وړاندې کوي.
  5. د هيوادونو په کچه د جغرافيايي څيړنو لپاره مسلکي غړو ته روزنه ورکوي.

د تاریخ جغرافيې څانګې ارزښتونه  

۱- دیني ارزښتونه، بشپړعدالت او د هیواد د ملي ګټو پالنه.

۲- د ګران هیواد افغانستان د اصیل کولتور غوړیدا.

۳- د انساني کرامت او مقام لوړتیا، د پوهې او پوهانو د درناوي په پیاوړې روحیه د محصلانو روزل.

۴- په ملي  او بین المللي کچه د علمي اړتیاو پر وړاندې مسؤلانه تعامل ته ژمنتیا.

۵- د پوهې تولید، تعمیم او د فکري تخلیق قدرداني.

۶- پرځان باور، نوښت، مشروع سیالۍ او پراخه علمي لید لورې ته وده ورکول.

۷- ملي مصالحو ته ژمنتیا او د سولې د روحیې پیاوړتیا.

۸- په بین المللي کچه په فرهنګي او علمي ډګر کې د یو فعاله او ګټور تعامل رول لوبول.

د تاریخ او جغرافيې څانګې د استادانو پيژندنه

پوهنوال زرولي صدیقي

د تحصیل درجه: ماسټر

د تاریخ او جغرافيې څانګې آمر

پوهنمل سیف الله غروال

د تحصیل درجه : ماسټر

پوهنيار فقير الله آسايس

د تحصیل درجه: ماسټر

پوهنيار زینت الله آرمان

د تحصیل درجه: ماسټر

پوهنيار حکمت الله سايل

د تحصیل درجه: ليسانس

پوهنيار عصمت الله زيار

د تحصیل درجه: ليسانس

نامزد پوهنيار نظیر ګل صدیقي

د تحصیل درجه: ليسانس

د تاریخ او جغرافيې ډیپارټمنټ درسي نصاب

 

ګڼه

لومړی سمستر( عمومي)

دوهم سمستر (عمومي)

دريم سمستر

څلورم سمستر

مضــــمون

کريډيټونه

مضــــمون

کريډيټونه

مضــــمون

کريډيټونه

مضــــمون

کريډيټونه

1

د جغرافيې اساسات

3

افغانستان لرغونی تاریخ

2

جيولوجي

2

د لويديځو تمدنونو تاریخ

2

2

انګليسي

2

چاپېریال ساتنه

2

نړۍ فزيکي جغرافيه

2

د اسيا منطقوي جغرافيه

2

3

د ټولنپوهنې اساسات

2

لرغونپوهنې اساسات

3

عمومي ارواپوهنه

2

بشرپېژندنه

2

4

کمپيوټر

2

انګليسي

2

افغانستان منځنيو پېړيو تاريخ(1)

2

د اقتصاد اساسات

3

5

د فلسفې اساسات

3

افغانستان عمومي جغرافيه

2

نړۍ اقتصادي جغرافيه

2

افغانستان منځنيو پېړيو تاريخ(2)

2

6

د تاريخ اساسات

3

لرغونې فلسفه

2

افغانستان لرغونپوهنه

1

اروپا منطقوي جغرافيه

2

7

اسلامي عقيده

2

ټولنپوهنې نظريې

2

ختيځو تمدونونو تاریخ

2

انګليسي

2

8

تلاوت تجويد

1

د اسلام عبادتي نظام

2

انګليسي

2

فکري روزنه

2

9

 

 

نبوي سيرت

2

افغانستان فزيکي جغرافيه

2

اديان او مذاهب

1

10

 

 

 

 

د اسلام اخلاقي نظام

2

 

 

11

 

 

 

 

د اسلام اجتماعي نظام

2

 

 

جمله

جمله کريديټونه

18

جمله کريډيټونه

19

جمله کرډيډيټونه

21

جمله

20

ګڼه

پنځم سمستر

شپږم سمستر

اووم سمستر

اتم سمستر

مضــــمون

کريډيټونه

مضــــمون

کريډيټونه

مضــــمون

کريډيټونه

مضــــمون

کريډيټونه

1

د نفوسو جفرافيه

2

د نړۍ سياسي جغرافيه

3

اداره او منجمنټ

3

اقلیم پيژندنه

2

2

د څېړنې ميتود

2

د ګاونډيو هېوادونو تاريخ

2

دافغانستان معاصر تاریخ(۱)

2

کارتو ګرافي

3

3

د امريکا تاریخ

2

د اسلام اقتصادي نظام

2

افغانستان سياسي جغرافيه

2

افغانستان معاصر تاریخ(2)

3

4

د افريقا منطقوي جغرافيه

2

د اروپا نويو پېړيو تاریخ

3

جغرافيې تدريس ميتود

2

تاریخ تدریس میتود

2

5

د افغانستان اقتصادي جغرافيه

2

د افغانستان تاريخي جغرافيه

3

قرآن او معاصر علوم

2

اسلامي تمدن

2

6

ښاري جغرافيه

2

د امريکا منطقوي جغرافيه

2

افريقا تاريخ

2

افغاني ټولنې جوړښت

2

7

د اروپا منځنيو پيړيو تاریخ

2

انکشافي ارواپوهنه

2

اروپا معاصرو پيړيو تاریخ

2

مونوګراف

3

8

تدريس اموزي

2

   

بشري جغرافيه

2

   

9

د اسلام سياسي نظام

2

   

 

 

   

10

د اسلام اداري نظام

2

 

 

 

 

 

 

 

جمله کريديټونه

20

جمله کريډيټونه

17

جمله کريډيټونه

17

جمله کريډيټونه

17

 

<<<<<  بېرته تګ>>>>>