د شرعياتو پوهنځي ریس

۱۲۳

د شرعیاتو پوهنځي د رئیس لنډ ژوند لیک

شيخ الحديث کريم الله خان کاظمي د حاجي کاظم خان زوی، چې په ۱۳۵۲ هـ ش کال د خوست ولايت د مرکز مربوط مهدي خيل کلي کې په يوه دينداره او روښان فکره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

کاظمي صاحب په ۱۳۷۴ هـ ش کال د خوست ولايت غرغښت عالي ليسې څخه په اعلی درجه فارغ شو، چې وروسته د ديني زده کړو په موخه ګاونډي هېواد پاکستان ته سفر وکړ، چي په ۱۳۸۳ هـ ش کال کې د دارالعلوم اسلامي زرګري ضلع هنګو څخه فارغ شو.د کاظمي صاحب په دې درسونو علمي تنده ماته نشوه، چې بالاخره په ۱۳۸۸ هـ ش کال د عمومي کانکور له لارې د شيخ زايد پوهنتون شرعياتو پوهنځي فقه او قانون څانګه کې شامل او په ۱۳۹۱هـ ش کال د ياد پوهنځي څخه په اعلی درجه فارغ او د لسانس سند يې تر لاسه کړ.

شيخ صاحب په عربي، انګليسي او فارسي ژبو روانې خبرې او ليکل کولای شي، د ژبو د مهارتونو تر څنګ د کمپيوټر اړينو پروګرامونو سره اشنايي لري.

شيخ صاحب په داخلي سيمينارونو او ورکشاپونو کې فعاله ونډه اخيستې ده.

شيخ الحديث کريم الله خان کاظمي صاحب د خپل فراغت څخه بيا د شرعياتو پوهنځي د رئيس په توګه د ټاکل کېدو تر ورځ پورې په مدرسه عايشه صديقه کې د لويې دورې استاد پاتې شوی، چې اوس مهال د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د رئيس په توګه په پوره اخلاص او صداقت سره خپله دنده پر مخ وړي، استادان، مامورين او محصلين يقيناً د زړه له تله ورڅخه بشپړ رضايت لري.

 د شرعیاتو پوهنځی د رئيس پیغام

لکه څه ډول چې شرعي علوم او د شرعي علومو زده کړه د بشريت لپاره د دواړو نړيو کاميابۍ باعث ګرځي بناً د شرعياتو د پوهنځۍ د رئيس په توګه د افغانستان نجيب ، مجاهد او غيور ولس  ته خپل پیغام داسې ليږدوم ، چې خپل اولادونه مو د شرعي علومو د زده کړې له قيمت بها نعمت څخه برخمن کړئ او په خپله د سمعي او بصري سرچينو لکه تلويزيون، راډيو او داسې نورو وسايلو په وسيله خبر او ترڅنګ  د شرعي حکم پر اساس په خپله هم د شريعت خلاف رسمونو، رواجونو، کړنو ويناوو او عقايدو څخه ځانونه پاک کړئ او خپل نسلونه چې تاسو يې مسئووليت پر غاړه لری وژغورئ.

د دې لپاره چې د الهي ذات اطاعت او بنده ګي مو په ارامه او د امن په لمن کې تير کړې وي، په خپله هم د وطن سره د مينې احساس ژوندۍ کړئ او هم په خپلو نسلونو کې د وطن د مينې احساس را ژوندۍ کړئ، څو د نړۍ  د پرمختللو ټولنو په څېر يوه ارامه د صلح  اسلاميت او محبت څخه ډکه ټولنه ولرو.

څه ډول چې د نړی ژوند محدود د ګوتو په شمير شپې او ورځې دي، بناً د همېشه ژوند چې پای نه لري د اسلامي دين په رڼا کې ورته شپه او ورځ ځانونه تيار کړئ ؛ څرنګه چې په دنيا کې ټول انسانان په دې لټه کې دي ، چې کامياب شي او کاميابۍ ته ځانونه ورسوي ليکن حقيقي کاميابي الله تعالی په پوره دين کې اېښې ده او حقيقي کامياب هغه څوک دی چې د جهنم اور څخه نجات پیداکړي او جنت ته داخل شي ، پرته له شکه جنت ته داخل کيدل د اسلامي دين مطابق په دنيا کې ژوندتېرول او په همدې دين عقيده درلودلو کې ده ، او جهنم ته داخل کېدل د اسلامي دين د نه منلو او عمل نه کړلو پورې تړلې ده. بناً زما وروستی ارزو او اميد له ټولو مسلمانانو وروڼو څخه په ځانګړې توګه له محصلانو څخه او د بشريت څخه په عام ډول داده چې د جهنم اور څخه ځانونه او کورنۍ وژغورئ ا وجنت ته داخل شئ؛ څو د حقيقي کاميابۍ څښتن او له حقيقي ناکامۍ څخه ځانونه او کورنۍ وژغوری.

درنښ

شيخ الحديث کريم الله خان کاظمي

د شرعياتو پوهنځی رئيس

 

< کورپاڼه