د شرعیاتو پوهنځی څانګې

 

شرعياتو پوهنځي تر دې دمه لاندې درې ديپارټمنټونه لري:

  • د فقه او قانون ديپارتمنټ.
  • اسلامي تعليماتو ديپارټمنټ.
  • اسلامي ثقافت ديپارټمنټ

اسلامي تعليماتو څانګه

 

د څانګې لرليد (Vision )

 

د اسلامي تعليماتو څانګه دين،هېواد او هېوادوالو ته د خدمت په خاطر عدلي،قضاېي،او تعليمي ادارو او تأسيساتو لپاره د متخصصو او مسلکي کدرونو روزي،تر څو په واقعي توګه دين،هېواد او هېوادوالو ته د چوپړ مصدر او د هېواد،سيمې او په ټوله کې د نړۍ په کچه د شرعي علومو د تخصص په برخه کي په نړېوالو معيارونو برابر معتبر علمي مرکز وګرځي.

د څانګې رسالت (Mission)

د اسلامي تعليماتو څانګه دې ته ژمنه ده چې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور د اړتيا سره سم د خپلو استادانو په وسيله داسې فارغين وروزي چې په خپل فن او مسلک کې پوره مهارت ولري.ترڅو د دې علمي کانون فارغين دخپلو حاصل شويو وړتيا و له امله په اسانۍ سره وکولای شي چي په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې د خپل تخصص مطابق دندې پيدا کړي.او خپله دنده په احسنه توګه ترسره کړي.

د څانګې ارزښتونه (Values )

د اسلامي تعليماتو څانګې ځينې مهم ارزښتونه په لاندې ډول ذکر کېږي.

*- په زده کړه او خدماتو کي لا زيات ښه والي.

*- تعليمي،اداري او مالي استقلاليت

*- په تعليمي او اداري چارو کې شفافيت او عدالت

*- ديني او ملي ارزښتونو ته ځانګړې توجو کول.

*- څېړنې او نوښتونو ته خاص پام کول.

د څانګې موخې

د اسلامي تعليماتو څانګه کې لاندې موخو ته درسېدو هڅې کېږي:

۱:د تجويد داصولوسره سم دقرآن کريم زده کړه اولوستل.

۲:د قرآن کريم د علومو او د تفسير د اصولو مسلکي زده کړي او د اساسي مصادرو پيژندنه يې.

۳:د نبوي احاديثو او د احاديثو د علومو مسلکي زده کړي،او د اساسي مصادرو پيژندنه يې.

۴:د توحيد د صحيحي عقيدې پيژندنه او خپراوي.

۵:د نبوي صحيح سيرت زده کړه او په عملي ژوند کې يې پلي کول.

۶:فرد او ټولني ته دقرآن کريم،نبوي احاديثو او نبوي سيرت د صحيح فهم رسول او تطبيق يې ددنيا او آخرت دسعادت او نيکبختي اساس ګڼل.

۷:په نړۍ کې دمختلفو اديانو پېژندنه او د انحرافاتو بيان يي.

۸:د اسلام د مقدس دين د مصادرو په وړاندي د نورو ډلو د دريځ بيان او دهغو د شبهاتو له منځه وړل.

۹:ټولنې ته دقضاء،افتاء،دعوت او خطابت په چارو کې د علمې اومسلکي کادرونو روزل او وړاندي کول.

۱۰:فعلا د لسانس په کچه دنارينه او ښځينه محصلينو لپاره د تدريس جريان په دومداره توګه ساتل.

د اسلامي ثقافت څانګه

 

د څانګې لرليد (Vision )

د داسې مسلکې، ژمنو او منځلارو اسلامي کادرونو درلودل، چې د یوې سالمې اسلامي تربیې عملي نمونې اوسي او د زیاتوالي او کموالي پرته د دنیا او اخرت د نیمکمرغۍ له پاره همغږي رامنځته کړي.

د څانګې رسالت (Mission)

 

 

 

دا چې د اسلام د سپېڅلې دین په لارښونو ایمان او باور د افغانستان د خلکو د لوړو ځانګړنو څخه دی، نو له دې امله د مذهبي منځلاریتوب خپرول او په ټولنه کې په ښه شان د تقوا او باورمندتیا بنسټیزه کول او همدارنګه له هر څه وړاندې د قانون، نیاو، نظم او په هیواد کې د یوې سالمې ادارې رامنځته کول، چې د لوړو زده کړو له پاره د تدریس او چوپړ زمینه برابره کړي د بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.

دا اړتیاوې به هله پوره شي، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې مو د ایمان او عقیدې څخه علمي، دقیقه او سالمه پوهه شتون ولري او د دیني زده کړو وتلې کارپوهان مو د دیني اخلاقو د سمبالتیا ترڅنګ په علم، مسلک او مهارت مسلط اوسي او په خپله اړونده برخه کې د یوې نمونې په توګه د ټولنې له پاره د چوپړ مصدر وګرځي.

د څانګې ارزښتونه (Values )

 

 

د اسلامي ثقافت څانګې ځينې مهم ارزښتونه په لاندې ډول ذکر کېږي.

*- په زده کړه او خدماتو کي لا زيات ښه والي.

*- تعليمي،اداري او مالي استقلاليت

*- په تعليمي او اداري چارو کې شفافيت او عدالت

*- ديني او ملي ارزښتونو ته ځانګړې توجو کول.

*- څېړنې او نوښتونو ته خاص پام کول.

د څانګې موخې

 

 

د هیواد په کچه د شرعیاتو پوهنځي د خپلو کارپوهو، لایقو، د خلکو او ټولنې له پاره خدمت کونکو کادرونو د روزنې په موخه لوړ اهداف او موخې لري، چې د دیني زه کړو په برخه کې د فرهنګي څېړنو په ترویج او د علمي اړیکو له مخې د نورو علومو سره د شرعي علومو د اړیکو په ساتلو کې مرسته کوي.

د اسلامي ثقافت د علمي چوپړونو ځانګړتیاوې د لاندې موخو د لاسته راوړلو له پاره ترسره کیږي:

۱- د لوړو زده کړو د بېلابیلو څانګو محصلین په ټولیزه توګه د اسلام د بنسټیزو ارونو سره اشنا کول.

په نړیواله کچه د مطرحو لید لورو سره اشنایي او د معاصرو علومو د لاسته راوړلو سره د اسلام اړیکه ساتل.

۲- د اسلامي ثقافت او کولتور په بنسټیزو ارونو سمبال د پیاوړو او باخبره ځونانو روزل.

۳- د مسلکي، ژمنو او منځلارو مسلمانانو کادرونو روزل، چې وکولای شي د یوې سالمي اسلامي روزني د نمونې په توګه د افراط او تفریط څخه لري د دنیا او اخرت د نیکمرغۍ همغږي رامنځته کړي.

۴-د نظري پوهې وړاندې کول، چې په ټولیزه توګه اسلامي مسایل په نقلي او عقلي دلایلو او آثارو پر مټ د هرې موضوع د حکمت په بیانولو سره روښانه او توضیح کړي.

۵- د محصلانو د دیني او اسلامي پوهې کچه لوړول، چې د بشري ټولنې په ټولو اړینو برخو او د فردي او ټولنز ژوند په غوړیدا کې خوځنده او پوره ونډه ولري او د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې د ګټورو عناصرو په توګه هېواد ته د صلح او ثبات په راستنیدو کې و ځلیږي.

۶-  د علمي څېړنو د مهارتونو غوړیدا او د بشپړ اسلامي فکر پراختیا، چې د انسانانو اړیکي د خپل پالونکې ذات او بشري ټولنې سره ټینګي او د دنیاوي نعمتونو څخه سالمه ګټه پورته کړي.

د فقه او قانون څانګه

 

د څانګې لرليد (Vision )

د فقه او قانون څانګه دين،هېواد او هېوادوالو ته د خدمت په خاطر عدلي،قضاېي،او تعليمي ادارو او تأسيساتو لپاره د متخصصو او مسلکي کدرونو روزي،تر څو په واقعي توګه دين،هېواد او هېوادوالو ته د چوپړ مصدر او د هېواد،سيمې او په ټوله کې د نړۍ په کچه د شرعي علومو د تخصص په برخه کي په نړېوالو معيارونو برابر معتبر علمي مرکز وګرځي.

د څانګې رسالت (Mission)

د فقه اوقانون څانګه په محصلانو کې د قران او حديث بنسټيزه پوهه، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سيرت پوهنه، د اسلام د مقدس دین او د نورومختلفو اديانو اړوند مقایسوی بنسټیز معلومات، په اجتهادي او فقهي مسايلو کې د څلورو مذاهبو د نظرياتو اړوند پوهاوی رامنځ ته کوي.

د څانګې ارزښتونه (Values )

د فقه او قانون څانګې ځينې مهم ارزښتونه په لاندې ډول ذکر کېږي.

*- په زده کړه او خدماتو کي لا زيات ښه والي.

*- تعليمي،اداري او مالي استقلاليت

*- په تعليمي او اداري چارو کې شفافيت او عدالت

*- ديني او ملي ارزښتونو ته ځانګړې توجو کول.

*- څېړنې او نوښتونو ته خاص پام کول.

د څانګې موخې

۱ــ هیواد ته په اسلامي او ملي روحيه د مسلکي کادرونو روزل.

۲ــ هیواد ته په تفسیر، حدیث اوفقهي  سایلو پوه  کادرونو روزل.

۳ــ ابتدائیه، متوسطه، ثانویه، اونیمه لوړوزده کړو لپاره مسلکی کادرونه روزل.

۴ـــ اسلامي علوموکې دڅیړنی لپاره وړکادرونه روزل.

۵ــ دهیوادپه اداری واحدونوکې دمذهبی اودینی چارو پرمخ وړلولپاره علمی کادرونه روزل.

۶ــ دښوونی اوروزنی وزارت لپاره ددینی نصاب دپلی کولوپه موخه  مسلکي کادرونه روزل.

۷ـــ د پوهنې وزارت اړونده رياستونو او مديريتونو لپاره  وړ او مناسبو کادرونو روزل.

۸ـــ دقضايې اوعدلی ادارو لپاره مسلکي کادرونه روزل.

۹ـــ د دینی مدارسو، دارالعلومونو اومساجدو لپاره مدرسین اومبلغین  روزل.

۱۰دقومی، ژبنی ، سمطی او مذهبی تعصباتوله منځه وړلو لپاره مسلکي کادرونه روزل.

< کورپاڼه