د کمپیوټر ساینس پوهنځی ریس

 

m

د کمپيوټرساينس پوهنځي د ريئس پيغام!

نَحْمَده وَنصلِی عَلیٰ رَسُولهِ الْکَرِيم أمابعد!

أعوذبالله من الشيطان الرّجيم   بسم الله الرّحمٰن الرّحيم.

(وأعدوا لهم مااستطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدولله و عدوکم وآخرین من دونهم لا تعلمونهم الله یعلمهم) الأنفال/۶۰. دا چې ننۍ عصر د ټېکنالوژی، ابتکار، او نوښتونو عصر دی، د نړۍ پرمختللي هیوادنه د ټېکنالوژۍ په برخه کې سیالۍ کوي او د همدې عصري ټېکنالوژۍ په مټ يې د کمزورو هیوادونو مالي سرچینې قبضه کړي دي او د دوی په کلتور، خاوره او مذهب باندې یرغلونه کوي. ځکه خو هر هیواد او ملت کوشش کوي، چې تر نورو د وخت په علومو کې مخکښ واوسي تر څو د چا تر اثر او قبضې لاندې رانشي. د اسلام سپیڅلی نظام هم مونږ ته د اعداد لارښونه کوي، تر څوله نورو څخه مخکښ واوسو داسې وسایل او اسباب رامنځ ته کړو چې د ځان، وطن او اسلامي نظام څخه دفاع ورباندې وکړو، چې په اوس وخت کې د دې اسبابو ښکاره مثال عصري ټیکنالوژي کیدلای شي. په دې عصر کې د عصري ټېکنالوژۍ رول د ژوند په هره برخه لکه (طب، انجینري، زراعت، نظامي او نورو) کې ډېر موثر دی، چې په مټ يې مربوطه برخه ډیره پیاوړې کیږي. د ټېکنالوژۍ په برخه کې بې ساري او چټک پرمختګونه د دې لامل شوي دي چی پوهنتونونه خپل نصاب او تعلیمي برنامې د عصري ټېکنالوژۍ په ډګر کې د رامنځته کېدوونکیو پرمختګونو او نوښتونو سره عیار او ترتیب کړي. د افغانستان د لوړو زده کړو محترم وزارت د ټېکنالوژۍ په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ ساتلي او لا هم جریان لري. د کمپيوټرساینس پوهنځی هڅه کوي، چې د یویشتمې پیړۍ تخنیکی او ټولنیزو اړتیاوو ته په کتو سره خپل نوی نسل په داسې ډول وروزي، چې په مارکیټ کې د بشري قوې د تشې په ډکولو، د نویو کارونو په رامنځته کولو او د مختلفو څېړنیزو پروژو په لارښوونه کې اغیزناک او پر ځای رول اداکړی شي. یاد هدف ته د رسیدو لپاره د پوهنځي اداره  د پوهنتون رهبرۍ سره په همغږۍ هڅه کوي چې په ټولګیو کې پر تدریس علاوه خپلو محصلانو ته د لابراتواری او ساحوي زده کړو لا ښه شرایط برابر کړي.

باید یادونه وکړو، چې د کمپیوټرساینس پوهنځی اداره نه یوازي خپل محصلان په مسلکي زده کړو سمبالوي بلکې دوی ته ښایی چې د اسلام له نظره هم د ټولنې لپاره  چې په اوسني دور کې څنګه زده کړی وکړي، څنګه فکر وکړي، د ژوند د حقیقی مشکلاتو سره په څه ډول مخامخ شي او په ټېکنالوژی کې د چټک او ناڅاپي ډول د پیښیدونکو تغیراتو سره ځانونه په څه ډول عیار او برابر کړي. په دې هیله چې زمونږ دا هڅې محصلان د داسې ډول کړنو او نوښتونو جوګه کړي چې د شیخ زايد پوهنتون، هېواد او د ټول انسانیت لپاره د خدمت، پرمختګ، او وياړ لامل وګرځي.

 

 

په درنښت

 

پوهنمل عبدالرحيم احمدي

د کمپيوټرساينس پوهنځی ريئس