محصلانو ته د اېپسټینیزم نړیوالې دجالي شبکې فعالیتونه ترسرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.
د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو او علمي څیړنو معاونیتونو په ګډه همکارۍ محصلانو ته (د اېپسټینیزم نړیوالې دجالي شبکې فعالیتونه) ترسرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.
په ياد سیمینار کې غربي سیکولر لیبرال تمدن ته کتنه، د جیفري اېپسټین د جرم انفرادي قضیه، د ماشومانو قاچاق، د یادې شبکې د جرم منظم سیستمونو پېژندنه، د یادې شبکې نړیوال قوت او نور اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې یاد سیمینار د شیخ زاید پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهنمل دوکتور احمد جاوید شکیب لخوا وړاندې شو.
نېټه: چهار شنبه
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال ذوالقعدة الحرام پنځمه
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور دویمه
د ۲۰۲۶ م کال اپريل ۲۲مه
نشراتو او عامه اړیکو آمريت
