د ځوان نسل فـ.ـکري روزنې ازموینې پایلې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۳۵
nbbvgjmnjhfvc   vb

د ځوان نسل فـ.ـکري روزنې کتاب ازموینه چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې سره سم د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د بېلا بېلو پوهنځیو محصلان تر منځ په لاره اچول شوې وه، پایلې یې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
غوندې ته د محصلانو چارو مرستيال مفتي رضوان الله منيب په خپله وینا کې وويل، چې د ياد کتاب مطالعې معنوي او هم مادي ګټې درلودې، نوموړي زياته کړه چې د دغې ازموینې څخه هدف د محصلانو په اسلامي فـ.ـکري روحیه باندې روزل او د ځوان نسل اسلامي ارزښتونو، دودونو او رواجونو ته پام اړول او د ځوان نسل مطالعې ته هڅول و.
په ياد کتاب کې چې د ځوان نسل فکري روزنې اړوند مسايل پکې را ټول شوي دي، چې له ګڼ شمېر محصلانو څخه پکې ازموینه واخیستل شوه او ممتاز محصلان په کمپیوټرونو، موبایلونو، ساعتونو او نورو بېلا بېلو با ارزښته ډالیو باندې و نازول شول.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۵:۵۵
Background image

د شیخ زاید پوهنتون موټروانانو لپاره د ترافیکي اصولو زده کړې ورکشاپ پای ته ورسېد.

نن چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۵مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون موټروانانو لپاره د ترافیکي علایم، قوانین، مقررات،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د شیخ زاید پوهنتون خالي کادري بستونو لپاره د بهرنۍ ژبې ازموینه واخیستل شوه.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۲مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون خالي کادري بستونو لپاره د انګلیسي ژبې ازموینه. . .

BACK TO NEWS