د اقتصاد پوهنځی لرلید رسالت او ارزښتونه
لرلید (Vision)
د اقتصاد علم په برخه کې د ځوان نسل په داسې اسلامي او افغاني روحیه روزل، چې افغانستان د اقتصادې ودې او پرمختګ په برخه کې د ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره سیالی وکړای شي.
رسالت (Mission)
د ورځې او شپې برنامو په چوکات کې د اقتصاد علم تدریس د تطبیقي اقتصاد، مالي چارې او اسلامي بانکداري او اداره او تشبثات په برخو کې او د ملي او نړیوال اقتصاد د موجودو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره د نوي علمي څیړنو ترسره کول.
موخې (Goals )
د اقتصاد پوهنځی د لرلید، رسالت او ارزښتونو په اساس مشخص ستراتیژیک اهداف ټاکلي دي، چې په لاندې ډول دي.
۱. د څېړنې د انکشاف لپاره زمینه مساعدول.
۲. د استادانو، محصلانو او اداري کارمندانو دظرفیت لوړول.
۳. د محصلانو لپاره د زده کړو مناسب چاپیریال رامنځ ته کول.
۴. د عایداتي منابعو پیداکول.
۵. د ذیدخل اړخونو سره د همکارۍ فضاء رامنځ ته کول.
۶. د تضمین کیفیت بشپړ اعتبار سند ساتل.
۷. د محصلانو لپاره په مسلکي برخه کې مشورو د مرکز ایجادول.