د شیخ زايد پوهنتون د تایید شوي ستراتيژيک پلان په اړه یو ورځنی کنفرانس تر سره شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۲۸
jhnbggfcd

نن یکشنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال سلواغې میاشتې اوومه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۵مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون د تایيد شوي ستراتیژيک پلان د خبراوي په موخه یو ورځنی کنفرانس تر سره شو، په ياد کنفرانس کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقاني، د پوهنتون مرستيالانو، پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرینو او اداري کارکونکو ګډون کړی و.

کنفرانس د قرآن الکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، په پرانیستونکي وینا کې د شيخ زايد پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنیار نورالله حسین خېل په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې ټول علمي او اداري کارکوونکي دې په په خپلو راتلونکو کاري پلانونو کې د یاد ستراتيژک پلان اهداف او موخې په نظر کې ونیسي.

یاد کنفرانس د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د عامه اړیکو څانګې آمر پوهنيار هارون برهان لخوا وړاندې شو، چې د پوښتنو ځوابولو وروسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د شرعياتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختيا آمریت کې د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو محصلانو ته د ميراث علم په اړه سیمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

BACK TO NEWS